د برېښنايي حکومتولۍ پر لور

د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت د برېښنایي حکومتولۍ د پیاوړتیا لپاره یو شمېر ګامونه اخیستي، چي له مخې یې د دې شرکت لپاره ډیجېتلي سیسټمونه جوړ سوي او د یو شمېر نورو سیستمونو پر چارو هم کارونه روان دئ.
د دې شرکت اړوند د خدمتونو او مالوماتي ټکنالوژۍ آمریت د برېښنايي حکومتولۍ اصل ته په ژمنتیا، د چارو ګړندي کول، په چارو کي شفافیت او د ټولو عایداتي او مصارفاتي سرچینو د بشپړ کنټرول او څارني په موخه د ټول شرکت په کچه د معلوماتي سیسټم (MIS) د پلي کولو په موخه د بنسټیز جوړښت (Infrastructure ) چاري رواني کړي چي پر بشپړېدو دي او په پلی کېدو سره به یې د چارو چټکتیا، د وخت او سرچینو سپما او بشپړ شفافیت رامنځته سي.
دغه راز د شرکت دننه د ټېلفوني شبکې رامنځته کول هم یوه له هغو لاسته راوړنو څخه ده، چي په مټ به یې په اسانه او لنډ ډول د شعبو ترمنځ اړیکي را منځته سي.

د یادوني ده چې د کمپیوټري شبکې (Computer Network) چاري هم ۸۰ سلنه پرمخ تللي چي د شرکت ټول کارېدونکي کمپیوټرونه او نور ټکنالوجیکي وسایل به تر بشپړه کنټرول لاندي راولي او ورسره به د یادي شبکې پ همټ د انټرنت وېش هم په خوندي او چټکه توګه ترسره سي.