د انګور هډې سرحدي ګمرک کي مخدره توکي نیول سوي

د مالیې وزارت اړوند د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې منسوبینو د پکتیکا ولایت د انګور هډې سرحدي ګمرک کې (۲۰۰) کیلو ګرام مخدره توکي (چرس)، چي د ډبرو سکرو په یو مازدا ډوله موټر کي ځای پر ځای سوي وو؛ کشف او نیولي دي.
دغه توکي ګاونډي هېواد پاکستان ته په غیرقانوني ډول لېږدول کېدل، چې د ګمرکي ساتونکو لخوا یې د انتقال مخه ونیول سوه.