د افغانستان مالیې وزارت د نړۍ وال بانک او د افغانستان د بیارغوني وجهي صندوق له بیاځلي فعالېدو هرکلی کوي

admin_mof

د افغانستان د مالیې وزارت د نړیوال بانک مدیره هیئت له هغه پرېکړي هرکلی کوي، چي له مخي ئې د افغانستان له وجهي صندوق (ARTF) څخه تر یو میلیارډ ډالرو ډيري پيسې آزادي کړي، چي له دې ډلي، (۶۰۰) میلیونه ډالر ئې بېړنیو اړتیاوو لکه د زده‌کړو، روغتیا، کرهني او د کلیو پراختیا ته له ملي بودیجې څخه پرته ځانګړي سي.

د افغانستان د مالیې وزارت د افغانستان د بیارغوني وجهي صندوق (ARTF) د فعالیتونو د بیاځلي پیلېدو څخه د مرستو د جذب په موخه د یوه مناسب میکانیزم په توګه هرکلی کوي.

دغه پراختیايي پروژې د بشر دوستانه مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت د ودي لامل ګڼل کېږي، چې یو غوره او ګټور ګام دئ.

د امریکا متحده ایالاتو د خزانه دارۍ (مالیې) وزارت د (۱۹ او ۲۰) جوازونو له مخي، د نړیوالو پراختیايي اداراتو؛ لکه: نړیوال بانک او د افغانستان له اداراتو سره د همغږۍ د اجازې پر بنسټ، ټینګار کېږي، ترڅو دغه پروژې د چارو د مسولینو او تطبیق کوونکو موسساتو سره د بشپړې همغږۍ او تفاهم په پایله کې اجرا سي.

د افغانستان مالیې وزارت ټینګار کوي، چې له بودیجې څخه وتلي پروژو د تطبیق لګښت د ملګرو ملتونو سازمان لخوا را کم سي، د موازي جوړښتونو څخه دي ډډه وسي او د اساسي اصولو په توګه دي له اغېزمنتیا، روڼتيا، ځوابویني او پلټني ډاډ ترلاسه سي.

وروستي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د غيرانتفاعي سازمانونو د مالياتي معافيت په اړه خبرتیا

د عوايدو د حقوقي خدمتونو رياست د مالياتي معافيتونو آمريت د هېواد په (پلازمېنې کابل او ولایتونو) کي ټولو کورنيو او نړيوالو غيرانتفاعي سازمانونو ته په درنښت سره خبر

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د مستوفیتونو د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او د خزاینو لوی ریاست په ګډه همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو لپاره انلاین

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۵۰
Background image

د اضافي مالیې (مالیاتي جریمې) د معافیت خبرتیا!

د مالیې وزارت په وړاندیز او پر ملت او په ځانگړي ډول پر خصوصي سکټور باندي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانگړي مهربانۍ او لورېيني له مخه ټولي اضافي

Back to announcements