د افغانستان د مسلکي محاسبینو(CPA) ریاست د بورډ لومړنۍ ناسته ترسره سوه!

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۰:۳۰
...................

 

د افغانستان د مسلکي محاسبینو(CPA) ریاست، د مسلکي محاسبینو د روزني او ساتني، افرادو او شرکتونو ته د معیاري، منل سوو محاسبوي جوازونو د ورکولو او په ټوله کي په ملي کچه، مسلکي محاسبې ته د ودي ورکولو په موخه چاري ترسره کوي، چي ورسره په دولتي، نیمه دولتي او خصوصي ادارو کي مسلکي محاسبوي چاري او مالي روڼتیا رامنځته کېږي.
د اسلامي امارت د بیا حاکمیت را وروسته د دغه ریاست د بورډ لومړنۍ ناسته د مالیې وزارت د خزاینو د لوی رئیس، نصرت الله محمود په مشرۍ او د لوړو زده کړو او اقتصاد وزارتونو، د افغانستان بانک او سوداګرۍ خوني د مالي مسؤلینو او د یاد ریاست د مسلکي غړو په ګډون، ترسره سوه.
په دغه ناسته کي د مسلکي محاسبینو(CPA) ریاست د چارو د بیا پیل پر څرنګوالي، د مسلکي تشکیل پر غښتلتیا، د کمپنیو او شرکتونو د ارزوني پر څرنګوالي او د عملي اجراآتو په موخه د کړنلاري د لارښود پر ترتيبولو هر اړخیز بحثونه وسول؛ د بورډ د غړو له لوري د چارو د ښه پرمختګ په موخه، پر یو شمېر موضوعاتو هوکړي وسوې او ځیني مسایل د دقیقي ارزوني په موخه د (CPA) ریاست ته وسپارل سول؛ ترڅو وروستی راپور ئې د بورډ راتلونکي غونډي ته وړاندي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته. . .

BACK TO NEWS