د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونه کې د مالياتي عامه پوهاوي سيمينار او مشورتي غونډه ترسره سوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۹:۵
خبر

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري د افغانستان د سوداگرۍ او پانگوني خوني د غونډو په تالار کي د افغانستان د مالياتو په اړوند د عامه پوهاوي سيمينار او مشورتي غونډه، د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال معراج محمد معراج او د عوايدو د حقوقي خدمتونو رئيس مولوي نداء محمد صديقي، د افغانستان د سوداگرۍ او پانگوني خوني د مديره پلاوي لومړي مرستيال محمد يونس مهمند او نورو مسؤلینو په شتون کي ترسره سوه.

په پيل کي محمد يونس مهمند گډونوالو ته د هرکلي تر څنگ وويل: الحمد لله په هيواد کي د سرتاسري امنيت په رامنځته کېدو سره هر راز مالیاتي ستونزه حلېږي، نو اړینه ده چي له اړوندو مسؤلینو سره ئې له نږدې حل و فصل کړو. ده زیاته کړه، موږ د مالیې وزارت له مشرتابه غوښتي وو، چي مالیه ساده، واحده او په قوانینو کي اسانتیا راولي، دوی ومنله او اوس دغه غوښتنه د عوايدو لوی رياست څخه هم کوو. اوسني قوانين چي د بهرنيو هيوادونو د قوانينو کاپي دي، باید له منځه يوړل سي او پر ځای ئې ساده قوانین وضع سي.

ورپسي ښاغلي معراج محمد معراج وويل: افغانستان اوس خپلواک نظام، خپلواک اقتصاد او خپلواک نظامي ځواک لري او ان ‌شاءالله دا ټوله خپلواکي به د ماليه ورکوونکيو په ماليې سره ساتو او د ماليه ورکوونکيو لپاره هم په نږدې وخت کي ځيني زيري ولرو، چي اوس اعلانول به ئې تر وخت مخکي وي بلکه په یوه ستره غونډه کي به اعلان سي. نوموړي زياته کړه، په اوسني مالياتي نظام کي سودي او غيرشرعي سيسټمونه له منځه وړل سوي دي او د ماليه ورکوونکيو د اسانتياؤ په موخه زموږ مالياتي سيسټم له نورو ادارو سره تړل سوی دی او لا هم کوښښ روان دی چي له پاتي ادارو سره هم وتړل سي او یوه رسمي اقتصاد ته ولاړ سو. ځکه چي په دې سره د هيواد پرمختگ تضمينېږي. 

د حقوقي خدمتونو رئيس ښاغلي مولوي نداء محمد صديقي وويل: که د سوداګرۍ او پانګوني خونه را سره همکاره وي په قوانینو کي به هم بدلون راولو او تر اوسه پوري د خصوصي سکټور هره خبره منل سوېده، البته  د مالیې وزارت د قوانینو او مقررو په رڼا کي، او دا چي ځينو ښاغليو د اظهارليک خبره وکړه چي له مينځه دي يووړل سي، نو هغوی ته وايم چي يو د ماليې اصول دي او بل فروعات دي، نو اظهارليک د ماليې په اصولو او اساساتو کې راځي او دا له مينځه وړلی نه سو او دا که له مينځه وړو، نو ماليه له مينځه وړو. نوموړي زیاته کړه، راځئ چي ټول اړخونه خپل نظرونه سره شریک کړو او راتلونکي کي د ګیلو ځای پاتي نه سي.

تر ويناؤ وروسته د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د کارکوونکيو له لوري د افغانستان د مالياتي سيسټم په اړوند د عامه پوهاوي ترتيب سوی پرېزنټېشن وړاندي سو چي د خلکو پوښتنو ته په کي ځوابونه هم وويل سول.

ورپسې گډونوالو له دواړو لوریو سره خپلي ستونزي، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل او غوښتنه ئې وکړه، چي د ستونزو د حل لپاره دي دا ډول نوري غونډي هم جوړي سي.

د يادونې وړ ده چي د دغه سيمينار او مشورتي غونډې پر مهال د خصوصي سکټور اړوند د بېلابېلو سکټورونو لسگونو استازيو گډون کړی ؤ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۰
Background image

د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۱۶مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ، چي د مستوفیتونو د چارو د ارزوني ترڅنګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۳:۴۲
Background image

د ډنډپټان په ګمرک کي د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ سو!


د چنګاښ ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا ولایت ډنډ پټان په ګمرک کي د (۹۰) کیلو واټه په ظرفیت سره د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د چنګاښ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي. . .

BACK TO NEWS