د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق مدیره پلاوي ناسته وشوه

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ د کب میاشتې په ۵ مه نېټه د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق مدیره پلاوي ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
د دې ناستو موخه؛ د افغانستان له خوا د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق ته د مالی ملاتړ لپاره د وړاندیز شويو پروژو او د هغوی د تمویل په هکله د پرېکړو نیونه ده.
په دې ناسته کې چې د یاد صندوق غړو ګډون درلود، د افغانستان د حکومت له لوري د کرونا واکسین او انعطاف پروژې نوموړي صندوق ته د تمویل په موخه وړاندې شوې.
د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق مدیره پلاوي غړو له هر اړخیزو بحثونو وروسته د کرونا واکسین پروژه د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت او د انعطاف پروژه د ۱۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت منظوره کړه.

د یادونې وړده، چې له دې وړاندې د کرونا واکسین د تمویل په پروژې د مالیې وزارت او نړیوال بانک ترمنځ بحثونه شوي وو. دغه بانک د ۱۱۳ میلیونه امریکایي ډالرو ژمنه وکړه، چې له دې ډلې ۵۰ میلیونه ډالره یې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لوري ورکول کېږي.