د اضافي مالیې (مالیاتي جریمې) د معافیت خبرتیا!

admin_mof
اطلاعیه

د مالیې وزارت په وړاندیز او پر ملت او په ځانگړي ډول پر خصوصي سکټور باندي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانگړي مهربانۍ او لورېيني له مخه ټولي اضافي مالیې (مالیاتي جریمې) معاف سوي دي؛ نو پر همدې بنسټ ټولو مالیه ورکوونکو ته خبر ورکول کېږي، چي د تېرو کلونو مالياتي باقیات (اصلي مالیه) دي د روان مالي کال تر پایه د دولت بیت المال ته تحویل کړي او له دې ستر مالي فرصت څخه دي د خپلي سوداگرۍ او کاروبار د پراختيا او پرمختيا له پاره گټه واخلي.
ټولي هغه تحویلۍ، چي د قسط او یا مجموع په ډول د ۱۴۴۴/۵/۹ نېټې وړاندي تحصيل سوي دي، له دې حکم مستثنیٰ او د مجرایۍ وړ نه دي؛ البته تر پورتنۍ نېټې وروسته تحصیل سوي جریمې بېرته همغه حقیقي او حکمي شخص ته د مجرایۍ وړ دي او د عوایدو لوی ریاست د مالياتي سیسټم له لاري همغه شخص ته د راتلونکو کلونو مخکينۍ ورکړه (پېش پرداخت) حسابیږي او همدا راز د اصنافو، عراده‌ جاتو او حقیقي اشخاصو د باقیاتو او جریمو اړوند معافیت، چي پر ۱۴۴۴/۴/۲۸ نېټې د (۳۶۵) گڼي حکم له مخه خپور سوی دئ، تر ټاکلي نېټې د اعتبار وړ دئ.
زموږ مالیه - زموږ هيواد - زموږ راتلونکی

وروستي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د غيرانتفاعي سازمانونو د مالياتي معافيت په اړه خبرتیا

د عوايدو د حقوقي خدمتونو رياست د مالياتي معافيتونو آمريت د هېواد په (پلازمېنې کابل او ولایتونو) کي ټولو کورنيو او نړيوالو غيرانتفاعي سازمانونو ته په درنښت سره خبر

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د مستوفیتونو د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او د خزاینو لوی ریاست په ګډه همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو لپاره انلاین

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۵۰
Background image

د اضافي مالیې (مالیاتي جریمې) د معافیت خبرتیا!

د مالیې وزارت په وړاندیز او پر ملت او په ځانگړي ډول پر خصوصي سکټور باندي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانگړي مهربانۍ او لورېيني له مخه ټولي اضافي

Back to announcements