د اسیا پراختیایې بانک له افغانستان سره ۱۸ میلیونه امریکایې ډالر مرسته وکړه

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۹:۲۱
خبر

د اسیا پراختیایې بانک ۱۸ میلیونه امریکایې ډالر د لړم میاشتې په ۸ مه نېټه په افغانستان کې د کرنې سکټور ښه والي او د هیواد د شمال ختیځو ولایتونو د کرنې ښه والي په موخه د افغانستان لپاره تصویب او مرسته وکړه.

د یادې مرستې هوکړه لیک د لړم میاشتې په ۱۸ مه نېټه د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک رئیس ښاغلي نرندرا سنګرو له لوري لاسلیک شو.

یاده بودیجه د پنج – امو سیند حوضې د فعالیتونو پراختیا لپاره ده چې د سیند اوبو ته د بدخشان، کندز و تخار ولایتونو د وګړو لاسرسی زیاتوي. همداشان یادې پیسې به له خپلې کچې د اوبو زیاتوالي د مدیریت او مخنیوي او له دې برخې د رامنځته کیدونکو خطرونو په برخه کې ولګول شي.

همداشان د سنمګان، بغلان، بامیان، پنجشیر، پروان او میدان وردګو ولایتونو لپاره مرسته کوي چې یادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. د دې تر څنګ یاده اضافي بودیجه د ځنګلونو زیاتوالي، د ۱۰۰۰۰ نه تر ۲۷،۷۶۰ کرنیزې ځمکې د ساتنې او ملاتړ، د فزیکي بنسټونو جوړولو، د ځنګلونو بیا جوړونې، د امو سیند په خوا کې کلیو او بانډو ته د اوبو رسونې، په هغو حوزو کې چې اوبه زیاتیږي د اوبو منابعو د پروګرامونو جوړول او نورو اړوندو برخو کې به ولګول شي.

د پنج – امو سیند حوزه د غنمو، وریجو، سبزیو او میوه جاتو د تولید مرکز دی. تمه ده چې په سېمه کې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی د خوړو مصئونیت او په کلیو کې د سرانه عوایدو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال وویل:" مالیې وزارت د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازیتوب د پنچ – امو سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې او غوره مدیریت همداشان د هیواد په شمال ختیځو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې د اسیا پراختیایې بانک له مرستو څخه مننه کوي. هیله لرم چې د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره د اسیا پراختیایې بانک له دې مرستې څخه ښه ګټه واخلي څو د بزګرو د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي او د ژوند ښه لیدو په برخه کې ګټور واقع شي. هیله لرم چې په راتلونکي کې د اسیا پراختیایې بانک مرستې په دې برخه کې دوام وکړي."

د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک رئیس ښاغلي نرندرا سنګرو وویل:" په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی کولی شي چې د خوړو خوندیتوب او په کلیو کې د سرانه عاید د زیاتوالي په برخه کې مرسته وکړي." ښاغلي نرندرا سنګرو زیاته کړه:" له یادې پروژې سره اضافي مرسته کولی شي چې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو کچې ښه والي او زیاتوالي همداشان د کلیو او بانډو خلکو لپاره د لا زیاتو کاري فرصتونو برابرولو له لارې افغانستان سره د کووید- ۱۹ (کرونا) وضعیت ښه والي کې مرسته وکړي."

د اسیا پراختیایې بانک د پنج – امو سیند حوزې پروژه د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې د ۲۶ میلیونه امریکایې ډالرو او د اروپایې ټولنې د ۵۰ میلیونه امریکایې ډالرو د مدیریت په جوړولو سره تصویب کړه. یاده پروژه د اصلي، فرعي او درېیمه درجه کانالونو په ګډون د اوبو لګونې بنسټونو د بیا رغونې او ښه والي کې مرسته کوي.

یاده پروژه د سیلابونو پر وړاندې د اوبو لګونې سیستم د ساتنې مدیریت او د اوبو د پای برخه کې د مصرونکو په ځانګړی ډول د وچکالۍ په موسم کې د اوبو ویش زیاتوي. د دې تر څنګ د اقلیمي بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان کنوانسیون چوکاټ لاندې اقلیمي بدلونونو سره سم د اصلي اړتیاو لپاره ځواب ویونکی ده.

یاده پروژه د اوبو بنسټونو څخه د ګټې اخیستنې او ساتنې لپاره د اوبو ګټې اخیستونکو له وړتیا، د اوبو لګونې انجمن او د اړوندو دولتي سازمانونو څخه ملاتړ کوي. د دې تر څنګ د عملي روزني له لارې د نمایشي طرحو څخه په ګټې اخیستنې سره د بزګرو مهارتونه زیاتوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کي پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبري وسوې!


د چنګاښ ۴مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴هـ.ل) مالي کال څلورمه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي جوړه سوه. . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۳۴
Background image

د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات د ګمرک کارکوونکو ته روزنيز سيمينار پيل سو!


د چنګاښ۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ماليې وزارت د ګمرکونو او عواید ملي اکاډمۍ له تدريسي پلان سره سم، د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات ولایت د ګمرک (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره يو مياشتنى روزنيز سيمينار. . .

BACK TO NEWS