خبرتیا!
د مسافر وړونکو ښاري ملی بس دولتي شرکت هغو موټر چلوونکو ته اړتیا لري، چي په لاندی شرایطو برابر وي.
د موټر چلوونکو د ګمارني شرایط:
۱. د متقاضي عمر باید له ۱۸ کلونو څخه کم نه وي.
۲. په جرم نه وي محکوم سوی.
۳. د موټر چلولو جواز ولري.
۴. په هیڅ ډول وژونکي ناروغۍ اخته نه وي.
۵. د دولت یو رسمي کارمند به یې ضمانت کوي.
قدرمن متقاضیان کولای سي، چي خپل غوښتنلیکونه د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند د زنده بانانو په سیمه کې د مسافر وړونکو ښاري ملي بس دولتي شرکت دفتر ته وسپاري او خپل اسناد طی مراحل کړي.