خبرتیا!

د دولتي کارکوونکو دمعاشاتو د ورکړي پروسه پيل کيږي؛
د دولتي کارکوونکو د معاشاتو د ورکړي په تړاو مو قدرمنو هیوادوالو ته زېری ورکول کیږي چي د ا.ا.ا د رهبرۍ هیئت د پرېکړي پر اساس د دولتي کارکوونکو ته درو مياشتو (وږی، تله او لړم) معاشات ورکول کيږي. د افغانستان د مالیې وزارت به د خپل وظیفوي صلاحیت او مسولیت سره سم په دې برخه کي اړین اقدامات ترسره کړي.