اعلامیه

admin_mof

د افغانستان د اوسنیو عوایدو د ارقامو په تړاو د سیګار ادارې د ناسم راپور په غبرګون کي د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت اعلامیه:

د سیګار ادارې په خپل وروستي خپور سوي راپور کي ویلي دي، چي د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت ادعا کړې، چي په ورځنۍ کچه (۳) درې میلیونه ډالر عواید راټولوي او په دې وروستیو دروو میاشتو کي ئې (۲۸۸) میلیونه ډالره راټول کړي دي. 

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د پلټني ادارې (سیګار) دغه راپور ناسم بولي او په کلکه ئې ردوي.

 د سیګار دغه خپور سوی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ چمتو سوی او د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت په دې تړاو هېڅ ډول رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.

د یادوني وړده، چي د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ملي عوایدو په راټولو کي له پوره دقت او شفافیت څخه کار اخلي او په دې تړاو خپل اولس ته ځواب ویوونکی دئ.

وروستي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۷:۳۶
Background image

خبرتیا! 

د مالیې وزارت د رهبري  د پرېکړي له مخي د هیواد په ګمرکونو کي د ډبرو سکرو د هر ټن صادرولو بیه له (90) امریکايي ډالرو څخه (200)

یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۱۴:۱۲
Background image

 سرطان میاشتي د معاشونو د ورکړي خبرتیا!

 د مالیې وزارت رهبرۍ د خپلي لوریني او پېرزویني له مخي پرېکړه کړې، چي د لوی اختر تر مخه د سرطان (چنګاښ) د میاشتي معاشونه اجرا

شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۳:۸
Background image

د زلزله ځپلو خلکو لپاره د مرستو د جلب او ژر رسیدو په اړه د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا؛

ټولو اړوندو ادارو ته خبر ورکول کیږي، هغه اموال چې د مرستې په ډول د زلزله ځپلو لپاره د بهرنیو هیوادونو او سازمانونو لخوا تر سره کیږي او

Back to announcements