کسبګرو او هټیوالو (اصنافو) د عوایدو د تثبیت او درجه بندۍ د بهیر خبرتیا

admin_mof

د مالیې وزارت د 1058  قراردادي بستونو او د عوایدو لوی ریاست ټولو هغو غوښتونکو ته، چي د یاد ریاست د کسبګرو او دوکاندارانو (اصنافو) د درجه بندۍ او د هغوي د عوایدو د تثبیت پروژې له پاره یې د ګمارني په موخه خپل اسناد استولي وو؛ خبر ورکول کیږي، چي د لنډ نوملړ (شارټ لېسټ) بهیر پای ته رسېدلی او پر شرایطو برابر اشخاصو ته برېښنالیکونه استول سوي دي.

لومړۍ یادونه: پر شرایطو برابر غوښتونکي دي د خپلو برېښنالیکونو (Inbox) او (Spam) برخو څخه لیدنه وکړي او د ازمويني ملي ادارې له لوري استول سوې انلاین فورمه کي؛ حروف په پښتو او دري ژبو او اعداد دې په انګلیسي ژبه ولیکي او فورمه دې په بشپړ دقت سره ډکه کړي.

دویمه یادونه: غوښتونکو ته د فورمې ډکولو او استولو نیټه د چهاشنبې ورځ د روان 1401 هـ.ل کال د زمري میاشتي له 26 مي نیټې څخه د راتلونکي جمعې ورځي یعني د زمري میاشتي تر 28 مي نیټې پوري وغځول سوه.

د لا زياتو معلوماتو لپاره د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکو د خدمتونو مرکز زر (۱۰۰۰) شمېرې او يا له (info.ard@mof.gov.af)  برېښليک سره اړيکي ټينګي کړئ.

زموږ ماليه - زموږ هيواد - زمونږ راتلونکی

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

Back to announcements