غوري سمنټو فابریکي بیا فعالیدل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۱:۲۹
خبر

د غوري سمنټو فابریکي، چي له پخوا څخه د ۴۰۰ نښې په درلودو د سیمي په کچه له لویو تولیدي کارخانو څخه شمېرل کيدې او لوړ ارزښت څخه برخمنې. د غوري سمنټو اوله فابریکه چي په یوه شپه او ورځ کي د ۴۰۰ ټنه ظرفیت په درلودو سره په کال ۱۳۴۱ کي د چکسلواکیايي متخصصینو تر نظر لاندي فعالیت پیل کړ. وروسته بیا د چکسلواکیا هېواد په مرسته د غوري سمنټو دوهمي فابریکې په ۱۳۶۳ کال کي خپل فعالیت پیل کړ.

له بده مرغه چي د داخلي جګړو او کورنۍ ناخوالو له امله دغه فابریکې له فعالیته غورځېدلي وې، له ۱۳۸۰ کال وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت له پیل سره سم دغه فابریکي بیا فعاله او په ۱۳۸۶ کال کي د غوري سمنټو فابریکي د کرکر، دودکش، آهندره او خوردرې د ډبرو سکرو کانونو سره یو ځای، د افغانستان د اقتصادي پالیسې پر بنسټ، د کانونو او پطرولیم وزارت او د انویسمنت (خصوصي شرکت) ترمنځ د هوکړي، د منقول او غیرمنقولو جایدادونو سره یو ځای د ۱۳۸

خبر

۶ کال حمل میاشتي له (لومړۍ) نېټې د (۴۹) کلونو لپاره، په ملي سوداګرو پورې اړوند سوه. 

په ۱۳۹۵ کال کي د کانونو او پطرولیم وزارت په وړاندیز د افغان انویسمنټ کمپنۍ خپلو ژمنو ته د نه پاملرني، د افغانستان دولت د کابینې د (۲۱) ۱۵/۱۰/۱۳۹۵ ګڼي مصوبې له مخي د غوري سمنټو او د کرکر، دودکش، آهندره او خوردرې د ډبرو سکرو کان له افغان انویسمنټ کمپنۍ سره د قرارداد د فسخي، د یوې انتقالي مرحلې له مخي تصویب سوې، چي د ( ۳۲۱۷ پر ۶۸۱۷) نمبر مکتوب او ۹/۱۰/ ۱۳۹۷ نېټې پر اساس له ۱۲ کلونو تېرېدو وروسته د ۱۳۹۷ کال جدي میاشت په ۱۱مه مجددأ د کانونو او پطرولیم وزارت په تشکیلاتي چوکاټ کي ځای پر ځای سو.

وروسته بیا د جمهوري ریاست د ۲۸مي ګڼې فرمان او ۱۵/۱۱/ ۱۳۹۸ نېټې پر اساس ملي پراختیايي شرکت ایجاد او د عملیاتي ادارې مرستیال یې د رئیس په توګه وګمارل سو او د غوري سمنټو فابریکي پکښي مدغم سوي. اوس مهال ملي پراختیايي شرکت د مالیې وزارت تر اثر لاندي فعالیت کوي.  

دغه شرکت سربېره پر بیارغوني، تجهیز او د تولیدي پروګرامونو د تطبیق د غوري سمنټو فابریکي له موقیعت څخه هم ګته پورته کړه، د کبانو روزني فارم، د کرنیزو ځمکو چمتو کول او د نیالګیو کښېنول یې هم تطبیق کړي دي، چي په پایله کي یې ۴۰ ټنه کبان تولید، ۱۲۰ جریبه زراعتي ځمکه په قطري ډول خوړوبه او له ۳۰ زرو څخه زیات مثمر او غیر مثمر نیالګي د چاپیرساتني او د هوا د ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د کان د غرونو په شاوخوا کي یې کښېنولي دي.

 

دغه شرکت په دې هڅه کي دئ، چي د غوري سمینټو فابریکه بشپړه فعاله کړي او تولیدات په یوه شپه او ورځ کي له (۴۰۰) ټنو څخه (۸۰۰) ټنو ته پورته کړي، ترڅو د داخلي بازارونو د اړتیا پر رفعه کولو سربېره، بهرنیو بازارنو ته هم تولیدات وړاندي کړي؛ چي  یوې خوا به له ګاونډيو هيوادونو سره سیالي وکولی سي او له بلې خوا به د هيواد په بیا رغونه، اقتصادي ودي او ځان بسیایني کي اړینه مرسته وکړي او ترڅنګ به یې په زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د املاکو لوی ریاست پلاوي د املاکو د اوسني وضعیت د ارزوني په موخه څو ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست څخه یو ګډ تخنیکي او مسلکي پلاوی، چي مشري ئې د ولایتي املاکو رئیس قاري نعمت الله صادق کوله د امارتي املاکو اوسني وضعیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۲۶
Background image

د کوچنیو مالیه ورکوونکو او بررسۍ ریاست کارکوونکو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!


د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عواید ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د کوچنیو مالیه ورکوونکو او بررسۍ ریاست کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام د تصدیق پاڼو په وېش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۱۶
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یو پلاوي په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو ئې ملتیا کوله، د هیواد شمالي. . .

BACK TO NEWS