بلخ او تخار په ګمرکونو کي د څه باندي اووه میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزي چاري پیل سوې
د ګمرکونو لوی ریاست د بلخ، حیرتان او د تخار ولایت د ای خانم په ګمرکونو کي د (۷.۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د رغنیزو پروژو چاري پیل کړې.
په یادو پروژو کښي د حیرتان ګمرک د هنګرونو بیا رغونه، د یاد ګمرک په لومړي، دوهم او دریم پورټ کي د اداري چارو لپاره د دفترونو جوړول، د بلخ ګمرک د آرشیف جوړول او د ای خانم ګمرک د اداري ودانیو بیا رغوني شاملي دي.
د دې پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي چاري به ئې تر راتلونکو پنځو میاشتو پوري بشپړي سي.
