د مالي جرایمو معافیت د صنعت او تجارت ملاتړ غونډي ته د ماليې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري وینا

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴۶

الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد:

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم -  بسم الله الرحمن الرحیم، يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ...

ژباړه:  الله جل جلاله تاسو ته د آسانتيا اراده لري او د سختي اراده درته نه لري.

د افغانستان اسلامي امارت درنو مشرانو، د کابینې محترمو غړو، محترمو رئیسانو، د خصوصي سکتور استازو، د هیواد  اقتصادي کارپوهانو، ملي سوداګرو، صنعت کارانو، د دولتي ادارو کارکوونکو، د رسنیو محترمو استازو او درنو حاضرینو؛

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

 پورته ایات چي ما تلاوت کړه معنی او مفهوم يې دادئ، چي موږ د خلکو لپاره اساني راولو نه سختي، کله – کله د هيواد د مخلصو سوداګرو یا له بهره د راغلو تجارانو او خلکو سره مخامخ کیږو، نو کله – کله خلکو ته تکلیفوه رسېدلي وي او یا موږ د دوی ښه خدمت نه وي کړي؛ نو الله جل جلاله دي موږ ته وس او توان راکي چي د دوی خدمت وکوو اوڅه ناڅه مشکلات چي پېښ دي الله دي د هغو توفیق راکي چي په ښه توګه يې حل کوو.

خوشحاله یم چي د مالیې وزارت په استازيتوب د ملي سوداګرو، صنعت کارانو او په ټوله کي خصوصي سکټور ته د دې وزارت له لوري د اسانه تګلارو او سهولتونو رامنځته کولو په ناسته کي ګډون کوم.

 خدای دي وکړي چي زموږ دا ناسته د دې زورېدلي ملت د هوسايني او د اسلامي امارت د اقتصادي استحکام سبب او په مجموع کي د الله تعالی په دربار کي قبوله او مقبوله وګرځي.

محترمو صنعت کارانو اوسوداګرو!

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او مسئولینو تل هڅه کړې، چي د هیواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو له پاره صنعت کارانو او تجارانو ته سهولتونه ايجاد کړي، د دوی ملاتړ وکړي او تر شاه ئې کلک ودرېږي، چي د نن ورځي دا روان مجلس ئې یو ښه مثال دئ.

درنو حاضرینو! د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د ټولو مالیه ورکونکو د مخکنیو او في الحال مالي جریمو معافیت يو داسي ګام دئ، چي ساری ئې تر اوسه په سيمه کي نه ليدل کيږي،  همدارنګه په تېرو۱۵ مياشتو کي چي د ګمرکونو ریاست کومي جريمې په امانت حساب کي اخستي دي، خپلو خاوندانو ته بیرته سپارل ئې او د دې تر څنګ د رښتيني او مخلصو صنعت کارانو او تجارانو ستاینه او مننه د افغانستان اسلامي امارت د سپېڅلتیا او شفافیت ښکاره مثالونه دي.

د ماليې وزارت اړوند ټیمونه هڅه کوي، له صنعت کارانو او سوداګرو سره په ګډه هغه ستونزي حل کړي، چي د صنعت او پانګوني مخه نیسي.

هغه پانګوال چي په خپل هیواد کي پانګونه کوي؛ د هیواد د ابادۍ او بیارغوني ريښتني اتلان دي، د ماليې وزارت د دوی قدر داني کوي او هڅه کوي چي خاص سهولتونه او امتیازونه ورته برابر کړي.

په اخر کي د هيواد پر ټولو صنعت کارانو او تاجرانو ږغ کوو چي، راسئ  یوه او بل ته د هیواد د پرمختګ او ښو سهولتونو زمینه برابره کړو او یو ودان افغانستان ولرو.

له پاملرني څخه مو مننه

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .