د ماليې وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري پیغام 

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۱:۵۲

ګرانو هیوادوالو!

سره له دې چي موږ د تیر یوه کال په موده کي د هیواد د مالي منابعو مدیریت په برخه کي د پام وړ پرمختګ درلود؛ خو زموږ هیواد لا هم د دوامداره اقتصادي ودي او مالي ثبات ترلاسه کولو لپاره اوږده لاره په مخ کي لري. موږ اوس هم له ځینو لویو ستونزو لکه د عوایدو کمښت، د بودیجې کسر، د ملي اقتصاد د ثبات نشتوالی، بې وزلي او کارموندني سره مخ یو.
مالیې وزارت د هېواد د مالي مدیریت د مسؤل په توګه، ځان مکلف ګڼي چي د دغه بې ثباته

مالي او اقتصادي وضعیت په وړاندي لاندي جدي اقدامات ترسره کړي.
•  د مالي ثبات او دوامداره اقتصادي ودي د تأمین لپاره جدي اقدامات؛
• 
د عوایدو په راټولولو کي زیاتوالی او د عامه لګښتونو کنټرول؛
•  د افغانستان د کانونو له لاري د اقتصادي ودي غوره والی؛
• 
په ملي بوديجه کي د متوازن انکشاف د اصل رعایتول.

همدارنګه اړینه ده، چي هر حکومت له داخلي، سیمي او نړۍ هيوادونو له حالاتو خبر وي، څو وکولای سي د دقیقو معلومات پر اساس خپلي مالي سرچینې تنظیم او په اغېزمنه توګه تخصیص کړي. د یوه دولت د بریالیتوب لپاره تر ټولو مهم شرط د بودیجې له کسر څخه مخنیوی دئ. د بودیجې د کسر د مخنیوي لپاره باید د عوایدو او لګښتونو تناسب په پام کي ونیول سي او د چارو په تنظیم کي یې له جدي تدابیرو کار واخیستل سي؛ تر څو له یوې خوا د عوایدو په راټولولو کي زیاتوالی رامنځ ته او له بلې خوا د بې ځایه لګښتونه مخه ونیول سي.
د مالیې وزارت اصلي موخه مالي ځان بسیایني ته رسېدل دي، دې موخي ته د رسېدو لپاره یوې معتبري او هر اړخیزي مالي ستراتیژۍ ته اړتیا ده. دا په دې مانا ده چي په دوامداره توګه ټولنیز او اقتصادي اهداف ترلاسه کول، د ډیرو لګښتونو څخه ډډه کول، او د دولت د سرچینو څخه اعظمي ګټه پورته کول.
د پورتنیو موخو د لاسته راوړلو لپاره به په دې برخه کي پراخ اصلاحات پلان او په تدریجي ډول پلي سي. د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو او د هغوی د ستونزو د حل په موخه لازم تدابیر نیول سوي او عملي سوي دي. د مالیې وزارت موخه دا ده چي د هيواد مالي چاري د علمي اقتصادي اصولو او معیارونو پر بنسټ تنظیم کړي، تر څو افغانستان له ثبات، امنیت او مالي ځان بسیایني څخه برخمن سي او په دې توګه له بیت المال څخه په پوره شفافیت او حساب ورکوني د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار واخیستل سي.
د مالیې وزارت رهبري په دې باور ده، چي د هيواد له داخلي منابعو څخه د یوه همغږي جوړښت څخه په استفادې، د غیر ضروري لګښتونو په کمولو او د ملي عوایدو د راټولولو په ښه مدیریت سره کولای سو د اقتصادي بنسټونو د ټینګښت او د تلپاتي ثبات د رامنځته کولو لپاره د مناسبو اقتصادي پالیسیو په پلي کولو سره د مالي ثبات او اقتصادي ځان بسیایني د ترلاسه کولو لپاره اساسي ګامونه پورته کړو.

 

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .