د دعوت او ارشاد ریاست د خدمتي مسئولینو او د ساتنې او ځانګړو عملیاتو د تنفیذي قطعې د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
د غویي ۲۸مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خدمتي مسئولینو او د مالیې وزارت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو د تنفیذي قطعې د قومندانۍ د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه د دغه وزارت خیبرهال کې وشوه.
په دې غونډه کې د حقوقي بورډ رئیس مولوي محمد نعیم جمیل، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د مرکزي او ولایتي ادارو د همغږۍ آمر مولوي وصیف احمد احمدي، د مالیې وزارت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو د تنفیذي قطعې قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیر مفتي عبدالرزاق او د دعوت او ارشاد ریاست یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د حقوقي بورډ رئیس د دې غونډې په پرانیستونکې وینا کې د چارو د پرمخ وړلو لپاره د ګډ کار او انسجام پر اړتیا او تفرقې پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د دعوت او ارشاد رئیس وویل، چې تاسو د دین د ترجمان په توګه د دین د پیاوړتیا، د کلمة الله د لوړولو او د ټولنې د اصلاح لپاره کار کوئ. په دې برخه کې د خدمتي مسئولینو او د ښوونې او روزنې ترمنځ همغږي او د همکارۍ ژورتیا اړینه ده.
محترم احمدي وویل، دا غونډه د ستونزو د اورېدلو، د مسئولیتونو د روښانه کولو او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرامینو او لارښوونو د رسولو په موخه ترسره شوې ده. تاسو دنده لرئ، چې د دې اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره له خپلو دندو او مسئولیتونو څخه خبر اوسئ او ترمنځ مو همغږي ولرئ.
د ښوونې او روزنې مدیر د نظامي او ملکي پرسونل ترمنځ د همغږۍ او د دعوت او ارشاد ریاست د ښوونیز نصاب د پلي کېدو ډاډ ورکړ او غونډه د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.
