د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره د اصلاحي موضوعات په تړاو ناسته وسوه
د سلواغې لومړۍ ۱۴۰۴هـ.ل
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد د چارو سمون لوی ریاست د ۵۷۹/۳۶۹ ګڼي او (۱۴۴۷/۷/۲۰) نېټې رسمي مکتوب او شفاهي هدایت او همدارنګه د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئيس مولوي عبدالهادي سیف الخالد د هدایت پر اساس د دغه ریاست امام او مدرس شیخ الحدیث محمدمبین امیني د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره وکتل.
په دې لیدنه کي د یاد وزارت کارکوونکي د سیرت او صورت له اړخه مثبت و ارزول سول او سربېره پر دې هغوی ته د دعوت او ارشاد د اهمیت، د آمیرینو د اطاعت، فضیلت او د بې اطاعتۍ د زیانونو په تړاو اړیني سپارښتني وسوې او اصلاحي بیان هم وړاندي سو.
د یادوني وړ ده، چي د اروزني یاده پروسه په ټولو امارتي ادارو کي روانه ده، چي په دې بهیر کي د کورنیو چارو له وزارت څخه ټاکل سوي پلاوي نن چهارشنبه له مالیې وزارت څخه لیدنه وکړه او د راتلونکي اوونۍ په جریان کي به د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د ریاست الوزراء له اقتصادي معاونیت څخه هم لیدنه وکړي.
