د بغلان ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۵
...........

د چنګاښ ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مفتي کفایت الله حقاني د بغلان مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی، چې د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال له لوري لومړی د بغلان ولایت په مقام کې د یاد ولایت والي او وروسته د بغلان د مستوفیت په مقام کې اداري کارکوونکو ته ور معرفي شو.
د عوایدو عمومي ریاست عملیاتي مرستیال اسد الله ساجد خبیب، د بغلان مستوفيت کارکوونکو ته د نوي مستوفي د معرفت پر مهال د چارو د پراختیا او مراجعینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. نوموړي له مخکیني مستوفي سره د مستوفیت د کارکوونکو د همکاریو ستاینه وکړه او له نوي مستوفي سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. 
په معرفت غونډه کې د بغلان والي مولوي عبدالله مختار، له مستوفیت سره د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ د ډاډ ترڅنګ نوي مستوفي ته په چارو کې د بریا دعا وکړه. 
د یادونې وړ ده، چې مفتي کفایت الله حقاني تر دې وړاندې د هرات ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۸:۱۸
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه

د چنګاښ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د مستوفیتونو مرستیال او نورو مسئولینو په ګډون، د مستوفیتونو له مسئولینو سره د عوایدي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۵
Background image

د بغلان ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د چنګاښ ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مفتي کفایت الله حقاني د بغلان مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی، چې د عوایدو عمومي ریاست د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت اوومه ناسته وشوه

د چنګاښ ۱۳مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د روان (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبري هیئت اوومه ناسته د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د دې ریاست د تخنیکي. . .

BACK TO NEWS