د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

ezat_admin
Wed, Aug 26 2026 3:33 PM
--------

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد، د ګمرکونو عمومي رئیس مولوي محمد حامد احمد، د عوایدو عمومي رئیس مولوي سفر محمد سحر، د خزاینو عمومي ریاست مرستیال بلال احمد قریشي او د ګمرکونو او ولایتونو د مستوفیتونو مالي آمرینو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت مالي معین د دې ناستې په پرانیستې وینا کې وویل، چې د نن ورځې ناسته د مالیې وزارت اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه جوړه شوې ده. نوموړي د ګمرکونو او ولایتونو د مستوفیتونو له مالي آمرینو څخه وغوښتل، چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره هڅه وکړي، د خپلو مسئولیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي، شته ستونزې حل کړي او د بیت المال د ساتنې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د ګمرکونو عمومي رئیس وویل، چې له دغې ناستې څخه په ګټې اخیستنې سره هڅه وکړئ، چې د بودیجې اصولنامه په سمه توګه پلې کړئ او د خپلو ادارو ترمنځ شته ستونزې حل کړئ؛ ترڅو هم په چارو کې د ځنډ او خنډ مخه ونیسئ او هم خپلې عوایدي موخې ته ورسېږئ. د عوایدو عمومي رئیس د دې ناستې له جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې مستوفیتونه او ګمرکونه په ولایتونو کې د مالیې وزارت استازولۍ دي. تاسو د مالیې وزارت د استازو په توګه باید خپل مسئولیت درک او د خپلو مسئولیتونو په اړه پوره پوهاوی ترلاسه کړئ. په خپل ځان کې د همغږۍ روحیه پیاوړې کړئ او د همغږۍ په لا پیاوړتیا سره خپلې ستونزې حل کړئ.
د مالیې وزارت د خزاینو عمومي ریاست مرستیال د عامه اقتصاد، عامه عوایدو او عامه لګښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې تاسو د مالي آمرینو په توګه باید مالي احکام، اصول او مقررات په سمه توګه پلي او د ولایتي ادارو لګښتونه مدیریت کړئ، څو لګښتونه د عوایدو له کچې څخه زیات نه شي.
په پای کې د شته ستونزو د حل‌لارو په اړه آزاد بحث وشو او ناسته د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS