د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته وسوه
د وري ۹مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د اداري چارو، ګمرکونو او عوایدو او پالیسۍ معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان کال (۱۴۴۷/۱۰/۱۰)نېټه د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته د دغه وزارت په مقام کي وسوه.
په دغه ناسته کي د وزارت اړوند مسئولینو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او اړینو اصلاحاتو رامنځته کولو، د مقام د سلاکار په مشرۍ د یو ګډ هیئت په جوړولو، چي یاد هیئت به د ستونزو د حل په موخه په اوونۍ کي یو ځل ناسته کوي، همدرانګه د عراده جاتو د فورم او د اسعارو د فزیکي لېږد، په بادغیس ولایت کي له ترکمنستان هيواد سره د یوې اړخیزي سوداګریزي دروازې د پرانیستني، په نورو هيوادونو کي د افغانستان د سفارتونو اړوندو کارکوونکو د معاشونو د مالیې او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو بحث او اړیني پرېکړي وسوې.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناستي د یاد وزارت د اړوندو څانګو ترمنځ د ښې همغږۍ، ستونزو د حل، چارو ته د ښې رسېدني او لا پرمختګ په موخه ترسره کېږي.
