په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

syllab_admin
Sun, Dec 21 2025 10:20 AM
...........

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۹۲۲۰) کیلو ګرامه کېلې، (۶۷۳۹۳) کیلو ګرامه لیمو، (۴۵۶۷) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۳۲۵۶) کیلو ګرامه کینو، (۶۴۲۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۵۷۵) کیلو ګرامه رخت باب، (۸۴۷۵) کیلو ګرامه وریجي، (۲۶۵۲۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۸۷۱۵) کیلو ګرامه کبان، (۱۵۰۰) کیلو ګرامه اچار، (۳۴۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۶۰۰۰) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۵۹۱۹) کیلو ګرامه نوی البسه، (۴۱۰) کیلو ګرامه ملایي، (۱۱۷۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۶۹۰) کیلو ګرامه لواشک، (۱۱۳۸) کیلو ګرامه مکروني، (۱۱۵۲) کیلو ګرامه لیلامي البسه، (۱۰۶۸) کیلو ګرامه لیلامي بوټونه، (۴۱۰۵) کیلو ګرامه آرایشي او بنجاره باب، (۴۰۰) کیلو ګرامه کچالو، (۲۷۵۰) کیلو ګرامه کیک، (۴۲۵) کیلو ګرامه د بسته بندۍ او رول پلاسټیک، (۱۴۰) پاکټي کوچ، (۱۱۴) کیلو ګرامه کریم او (۹)سره اسونه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS