په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي (۱۵۲) ټنه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Tue, Nov 18 2025 2:44 PM
...........

د لړم ۲۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي (۱۵۱.۷) ټنه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۵۸۴۷۱) کیلو ګرامه کېلې، (۳۷۱۵۷) کیلو ګرامه لیمو، (۱۸۸۲۹) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۹۵۸۳) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۵۲۹۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۴۹۸۰) کیلو ګرامه چرګوړي، (۴۳۷۵) کیلو ګرامه د پنیر پوډر، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه طبي کریم، (۴۸۰۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۷۲۰) کیلو ګرامه د وچي مېوې د بسته بندۍ پلاستیک، (۵۳۸) کیلو ګرامه لوبیا، (۷۹۷) کیلو ګرامه نوې البسه، (۱۸۰۰) کیلو ګرامه صابون، (۳۰۰) کیلو ګرامه شېریني باب، (۲۸۰) کیلو ګرامه وریجي، (۲۵۷) کیلو ګرامه خُرما، (۹۱۰) کیلو ګرامه ملایي، (۲۷۰) کیلو ګرامه هګۍ، (۷۱۸) کیلو ګرامه رُب، (۱۱۵) کیلو ګرامه د چلم مېوه، (۱۹۰) کیلو ګرامه دال، (۱۱۰) کیلو ګرامه غوړي، (۵۱) کیلو ګرامه بنجاره باب، (۴۲) کیلو ګرامه د کرکټ توپونه، (۳۰) کیلو ګرامه د کبانو غوښه، (۷۰) کیلو ګرامه لیلامي بوټونه، (۴۰) کیلو ګرامه بیسکیټ او (۲۴) کیلو ګرامه د موټر پرزې شاملي دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS