د مالیاتي شخړو د حل بورډ د چنګاښ په میاشت کې ۱۱ قضیو ته رسېدنه کړې ده
د زمري ۸مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په چنګاښ (سرطان) میاشت کې (۱۱) قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې اکثریت معترضو مالیه ورکوونکو د بورډ پر تصامیمو قناعت ښودلی او حکم شوي مبالغ یې بیت المال ته تحویل کړي دي.
د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ، چې له پنځو متخصصو غړو څخه جوړ دی، د مالیاتي شخړو د حل او د مالیاتي عدالت رامنځته کولو، د مالیاتي اطاعت پذیرۍ سطحي لوړولو، د مالیاتي قوانینو له ښه او دقیق پلي کېدو څخه ډاډ ترلاسه کولو، د مالیه ورکوونکو او مالیاتي ادارو ترمنځ د باور رامینځته کولو، په خصوصي سيکټور کې د پانګونې د جذب ملاتړ او د مالیاتو په ورکولو کې د مالیه ورکوونکو رضایت ترلاسه کولو لپاره اغیزمن او ګټور فعالیتونه ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د مالیاتي شخړو مسلکي او تخنیکي حل دوه اړخیزې پایلې لري، یعني له یوې خوا، په ملي بودیجه او د مالیې وزارت د محاسباتي سیسټم (د نقدینګی مدیریت) باندې مثبت اغیزې لري، پاتې عواید ترلاسه کېږي او له بلې خوا، د مالیه ورکوونکو او مالیاتي ادارو ترمنځ د باور رامنځته کولو سره د خصوصي سيکټور رضایت تر لاسه کېږي.
