د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

syllab_admin
Sun, Jul 12 2026 4:36 PM
............

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې رسنيزې ناستې په ترڅ کې اعلان شول.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند، د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د چارو ادارې رئیس شیخ الحدیث انورالحق انور، د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي، د مالیې وزارت یو شمېر مسؤلینو، رئیسانو او د خصوصي سیکټور مسؤلینو ګډون کړی وو.
د مالیې وزیر د دې ناستې د پرانیستې وینا پر مهال وویل، له تېرو (۵) کلنو راهيسې، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا واکمن شوی، د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د مالیه ورکوونکو د ستونزو د کمولو په موخه (۱۳) ډوله معافیتونه او مالیاتي تخفیفونه وضع شوي، چې د نړۍ د هېوادونو په منځ کې بې‌ساري دي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، چې خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کول په اسلام کې یو اصل دی؛ له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د خصوصي سيکټور د ملاتړ او د پانګونې د هڅونې په موخه لاندې مالیاتي تخفیفونه په پام کې نیولي دي.
د حکمي اشخاصو (شرکتونو او روغتونونو) پر عوایدو مالیه له (۲۰) سلنې څخه (۱۰) سلنې ته راکښته شوې او د حقیقي اشخاصو د کلني عاید د معافیت کچه، چې پخوا (۶۰۰۰۰) افغانۍ وه، (۱۲۰۰۰۰)افغانیو ته لوړه شوې ده. همدارنګه، د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو د انتقال مالیه له (۱) سلنې څخه (۰،۵) سلنې ته راټیټه شوې او د تېلو او ګازو د عمده پلور ثابته مالیه د هر ټن پر وړاندې (۵۰) افغانۍ ټاکل شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل، چې خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په پام کې نیول شوي مالیاتي تخفیفونه کولای شي د عوایدو او کاري فرصتونو د زیاتوالي، د سوداګرۍ د پراختیا او د هېواد د اقتصادي ثبات لامل شي. نوموړي له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل، چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي.
د ا.ا.ا د چارو ادارې رئیس وویل، حکومتونه پر هغو مالیاتو ولاړ دي، چې د خلکو له خوا ورکول کېږي، او مالیات د حکومتونو په ټینګښت او بقا کې اساسي رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې د مالیاتو راټولول د حکومت او خلکو ګډ مسئولیت دی او دواړه لوري باید دغه مسئولیت په سمه توګه ترسره کړي.
د عوایدو او ګمرکونو معین د اقتصادي ودې په برخه کې د حکومت او خلکو د رول په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، سره له دې چې ځینې سوداګریزې لارې تړلې وې، تېر کال زموږ سوداګري (۵) سلنه زیاته شوې ده. البته دا زیاتوالی د هغې روڼتیا او باور پایله ده، چې د حکومت او خلکو ترمنځ رامنځته شوی دی.
هغه همدارنګه وویل، هر څومره چې د مالیاتو په راټولولو او لګښتونو کې روڼتیا تأمین شي، په هماغه اندازه باور رامنځته کېږي او د حکومت او خلکو ترمنځ واټن کمېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS