د عوایدو عمومي رياست د مستوفیتونو لپاره نوی مرستیال معرفي شو

syllab_admin
Sun, Jul 05 2026 11:45 AM
.........

د چنګاښ ۱۴مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، له لوري مولوي الهام الدین عمر د عوایدو عمومي رياست د مستوفیتونو د نوي مرستیال په توګه د دغه ریاست مرستیالانو، رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو ته د ياد ریاست په مقام کې معرفي شو. وروسته ښاغلی عمر د یوې انلاین ناستې له لارې مستوفيانو او د مستوفیتونو کارکوونکو ته هم ور وپېژندل شو. 
د عوایدو لوی رئیس د معرفت غونډې پرمهال وویل، چې مسئولیت صلاحیت نه، بلکي د خدمت موقع ده او مسئولین دي خپلې چارې په پاک نیت او اخلاص سره ترسره کړي. نوموړي همدارنګه وویل، چې تغییر او تبدیل د اداري چارو او فعالیتونو د پرمختګ په موخه ترسره کېږي. د عوایدو عمومي رئیس اداري کارکوونکو ته له نوي مرستیال سره د همکارۍ او همغږۍ د سپارښتنو سربېره نوموړي ته په اداري چارو کي د پرمختګ او بریا دعا وکړه. 
د یادونې وړ ده، چي مولوي الهام الدین عمر تر دې وړاندې د محلي بودیجوي ادارو د تفتیش رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS