د کابل د ودونو تالارونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

syllab_admin
Wed, Jul 01 2026 2:24 PM
.........

د چنګاښ ۱۰مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مشاورینو، د عوایدو د سیسټم رئیس او د یاد ریاست د یو شمیر مسئولینو په ګډون د کابل د ودونو تالارونو  اتحادیې له مسئولینو سره د نوي عوایدي سیسټم د تطبیق په موخه ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د عوایدو لوی رئیس د مالیاتي ادارو او مالیه ورکوونکو لپاره د نوي عوایدي سیسټم پر ګټو، ارزښت او د دواړو لوریو په چارو کې د رامنځته کېدونکو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل. 
ورپسې د یاد سیسټم د ښه تطبیق په موخه د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول. پرېکړه وشوه، چې د ودونو تالارونو اتحادیه به له خپلو غړو سره تر مشورې وروسته خپل وروستي نظرونه او وړاندیزونه د عوایدو د سیسټم ریاست له ټاکل شوي پلاوي سره شریک کړي؛ تر څو یاد سیسټم په معیاري او اغېزمنه بڼه تنظیم، پلی او د ودونو تالارونو لپاره د مالیاتي تصفیې په برخه کې اسانتیاوي رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د روانې اوونۍ په پیل کې د عوایدو لوی ریاست مسئولینو د کابل ولایت د ودنو تالارونو له مسئولینو سره هم، د مالیاتو د سیسټمي راټولولو په موخه ورته مشورتي ناسته کړې وه.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS