په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

syllab_admin
Mon, May 25 2026 11:18 AM
..........

د غبرګولي ۴مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول شویو توکو کې (۲۲۳۰۴) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۳۱۲) کیلو ګرامه وریجې، (۵۹۴۶) کیلو ګرامه نوې البسه، (۲۲۹۴۵) کیلو ګرامه لیلامي البسه، (۵۴۳۵) کیلو ګرامه اورلګیت، (۴۷۰۸) کیلو ګرامه ټوکر، (۳۸۵۵) کیلو ګرامه د سینګار توکي، (۴۱۹۵) کیلو ګرامه د ودانیو رنګ، (۱۶۸۹) کیلو ګرامه کرنیز درمل، (۵۴۵۳) کیلو ګرامه پرزې، (۱۳۲۰) کیلو ګرامه نخي تار، (۱۶۲۵) کیلو ګرامه نکریزې، (۱۴۵۰) کیلو ګرامه رسۍ، (۱۴۸۰) کیلو ګرامه امونه، (۵۳۳) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۴۰۵) کیلو ګرامه چلم او د چلم مېوه، (۵۵۵) کیلو ګرامه د بوټانو قالبونه، (۱۷۵۰) کیلو ګرامه نشه یې مواد، (۲۰۰) کیلو ګرامه کچالو، (۳۸۵) کیلو ګرامه غوړي، (۱۱۴) کیلو ګرامه تمباکو، (۲۰۷) کیلو ګرامه پټوګان، (۱۸۰) کیلو ګرامه تېزاب، (۱۴۲) کیلو ګرامه د موټرونو رنګ، (۱۱۳) کیلو ګرامه برېښنایې توکي، (۱۰۰) کیلو ګرامه تینر، (۶۶) کیلو ګرامه د دېګ مساله او (۱۱) کیلو ګرامه صابون شامل دي.
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS