د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه

syllab_admin
Tue, May 12 2026 3:15 PM
..........

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
د ناستې په پیل کې د تېرې ناستې موضوعات وارزول شول، چې له مخې یې ډېریو موضوعاتو ته پر وخت رسېدنه شوې وه. سربېره پر دې په یاده ناسته کې د امارتي املاکو د سیسټم پر عصري کولو، د ریاستونو پر کلني پلان او میاشتنيو کاري راپورونو، د ځینو جایدادونو د کرايې کمولو، د بهرنیو مجلسونو د راپور ورکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو هر اړخیز بحث او اړینې پرېکړې وشوې.
همداراز اړوندو ریاستونو شته ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل، چې د رهبرۍ له لوري ورته د پر وخت رسېدو ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت اداري معینیت د رهبرۍ ناستې د چارو د لا ښه والي او اغېزمنتوب په موخه ترسره کېږي، چې دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS