په امارتي ادارو کي د ګمرکونو او عوایدو معینیت ۵۰ تنو کارکوونکو ته د کارېدونکي مدیریت روزنیز پروګرام ترسره سو

org_admin
Tue, Apr 07 2026 10:20 AM
........


د وري ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست؛ د عوایدو او ګمرکونو معینیت (۵۰) تنو کارکوونکو ته په امارتي ادارو کي د کارېدونکي مدیریت په تړاو روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په دې تړاو ناسته، چي د دې وزارت د اداري معینیت د غونډو په سالون کي ترسره سوې وه، د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ملا عبدالهادي ابرار، د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړوني آمر مفتي عبدالوهاب عابد او د دعوت او ارشاد ریاست استازي مولوي وصیف احمد احمدي ګډون کړی وو.
ښاغلي عابد وویل، چي دا پروګرام د ادارو د اړتیا وړاندي کولو پر اساس ترسره سوی. له دې روزنیز پرګرام سره به ستاسو مسلکي مهارتونه وده وکړي او تاسو کولی سئ په ښه توګه خپلې در سپارل سوې دندي مخته یوسئ.
د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال وویل، چي تاسو له چمتو سویو امکاناتو او فرصتونو ښه ګټه پورته کړئ او د مسلکي مهارتونو په تر لاسه کولو سره صادقانه او مخلصانه خدمتونه وړاندي کړئ.
د دعوت او ارشاد ریاست استازي وویل، چي تاسو ته فرصت او امتیاز درکړ سوی دئ؛ ترڅو په امارتي ادارو کي د کار کولو ترڅنګ خپلو مسلکي مهارتونو ته هم وده ورکړئ، له همدې کبله له روزنیزو پرګرامونو څخه په ګټه اخیستني سره خپل مسلکي مهارتونه ته وده ورکړئ او شته نواقص اصلاح کړي.
د یادوني وړ ده، چي دا روزنیز پرګرام به (۱۰) ورځي دوام وکړي، چي پلان جوړونه، راپور او مکتوب لیکنه، استعلام او وړاندیز لیکنه، خبري او اړیکي، د بشري سرچینو مدیریت، ستراتېژیک مدیریت او نور اړین او اړوند موضوعات به ګډونوالو ته پکښي تشرېح او تدریس سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS