د ګمرکونو پر پراختیا تر اوسه لسګونه میلیونه افغانۍ لګول سوې
په وروستیو دریو کلونو کي د هیواد ګمرکونه تر بل هر وخت زیات د مالیې وزارت په رغنیز او پراختیایي پلان کي دي، چي تجهیز، پرمختللي او معیاري سي او وکولای سي په اوسنیو شرایطو کي د سیمي او نړۍ له ګمرکونو سره سیالي وکړي. نړیوال کېدو او د سیالۍ ډګر ته رامنځته کېدلو له پاره طبیعي ده، چي ځیني معیارونو او سمونو ته اړتیا سته او دغه دوه هدفونه مالیې وزارت په جدي توګه په پام کي نیولي دي. په (۱۴۰۲) مالي کال کي د هیواد په ګمرکونو کي سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او په هیواد کي د سوداګرۍ د لا پراختیا په موخه څه باندي (۶۰۰) میلیونه افغانۍ بودیجه د (۶۱) پراختیایي پروژو لپاره په پام کي ونیول سوه، چي په مټ ئې د (۳۴) پروژو چاري بشپړي سوي او د (۲۷) پروژو چاري لا اوس هم رواني دي.
همداشان په روان کال هم (۹۰۰) میلیونه افغانۍ د بېلابېلو لویو او وړو پروژو له پاره ځانګړي سوي، چي د ځینو پروژو چاري پیل سوي او د پاتي پروژو چاري به هم پیل سي. په ذکر سویو پروژو کي میدانونه، هنګرونه، استنادي دېوالونه، اداري ودانۍ، اړین ګمرکي تجهیزات، لیلیې، پرمختللي ډیجیټلي او انلوګ تلي، په نړیوال سټېنډرډ برابر سکېنرونه او داسي نوري پروژې شاملي دي.
د یادو پروژو په پلي کېدو سره سوداګرو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سوي دي او موږ ورځ تر بلي په هیواد کي د سوداګرۍ د پراخېدو شاهدان یو. همداشان د پراختیایي پروژو په پلي کېدو او اړینو تجهیزاتو په برابرولو سره تر ډېره د ممنوعه او قاچاقي توکو د وړلو را وړلو او تر څنګ ئې د ملي عوایدو له ضاېع کېدو څخه هم مخنیوی سوی دئ. له نېکمرغه د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمېدو سره سم د مالیې وزارت رهبرۍ د ګمرکونو د بنسټونو جوړولو او د اړینو تجهیزاتو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړه، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي پراختیایي پروژې پلي سوي او یا هم د پلي کېدو په حال کي دي او په پایله کي ئې د هیواد په عوایدو هم مثبت اغېز کړی او د سوداګرۍ او ټرانزیټ ودي ته نوره لاره هم هواره سوې ده.
در نښت
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.
