خوندي فضایي حریم او د عوایدو زیاتېدل
هوایي حریم زموږ د هیواد د کنټرول او د پردیو له فضایي ګواښونو څخه د ساتني په موخه موږ ته د ډال حیثیت لري او افغانان د هیواد خاوره او فضا هیچا ته د ناوړه ګټي اخیستني لپاره نه ورکوي او نه هم چا ته دا حق ورکوي، چي له اجازې پرته دننه راسي. له سیاسي اړخه راپدېخوا زموږ د پاکي، پراخي او امن فضا یوه ستره ګټه داده، چي په ورځني ډول سلګونه بهرنۍ الوتني له دې حریم څخه ترسره کېږي او د افغانستان فضا منځنۍ، سویلي او لوېدځي اسیا ته د هوایي کرښو د رالنډولو په موخه کارول کېږي.
په منځني ختیځ کي د ځینو هیوادونو د خپل منځي شخړو د راپېښېدو له کبله د نړۍ څو معتبرو او سترو هوایي شرکتونو له څه نيږدې مودې راهیسي د افغانستان په فضا د الوتنو د حق ترلاسه کولو وروسته او په ګاونډیو هیوادونو کي د هوایي حریم د نا امنۍ له کبله زموږ د هیواد فضا ته مخه کړې ده.
پر افغانستان باندي د بهرنیو ټرانزیټي، مسافر وړونکو او ټرانسپورټي الوتکو تګ راتګ هم نړۍ ته د امن زېری ورکوي او له بل پلوه د هوا له لاري د عوایدو په راټولېدو او زیاتېدو کي هم د افغانستان لپاره خوار مهم رول لري. دغه الوتني د نړۍ د معتبرو شرکتونو؛ لکه؛ «برټیش اېروېز، لوفټ هانزا، اېر استانا، اېر اینډیا، امریکن اېرلاینز، بنګلدېش اېرلاین او سینګاپور اېرلاینز شرکتونو» له لوري ترسره کېږي.
په دغو معتبرو شرکتونو کي یو شمېر شرکتونو د تېري ادارې له سقوط وروسته پر ذکر سوي مسیر خپلي الوتني ځنډولي وې، چي اوس مهال په منځنۍ اسیا کي د څه ستونزو له کبله ئې یو ځل بېرته د افغانستان فضا ته مخه کړي او له دغي لاري سوېلي او ختیځي اسیا ته په لنډه او اسانه تګ راتګ کوي. د پورتنیو ځینو ټکو له یادولو څخه زموږ موخه یوازي د ملي عوایدو زیاتېدل دي، چي اوسمهال د هوا له لاري ترلاسه کېږي او همداراز د خپلي ملي بودیجې بډایه کول دي، چي هیڅ راز بهرنۍ مرسته نه لري او یوازي له کورنیو عوایدو بشپړېږي.
د اسلامي نظام په راتګ سره، چي پر ملي بودیجې بهرنۍ مرستي په ټپه درېدلي او یوازي د افغانانو په ملاتړ تمویلېږي، اسلامي امارت هڅه کوي، چي پانګوالو، سوداګرو او صنتعکارانو ته د بې ساري اسانتیاوو په رامنځته کولو سره، نوري عوایدي لاري چاري ولټوي او د ځان بسیایني لپاره په یو لړ نویو عوایدي موخو تمرکز وکړي. د دې ترڅنګ د هوایي حریم د لا پیاوړي کولو او پرمختللو وسایلو په چمتو کولو سره د نړۍ نور هوایي شرکتونو ته هم پر افغانستان د تګ راتګ زمینه برابره کړي.
د پورتنیو عوایدي لارو ترڅنګ په نږدې راتلونکي کي د افغانستان دننه د ټاپي پروژې د پیل امکان هم سته، چي دغه ستره پروژه هم د نورو ګټو ترڅنګ د عوایدو په زیاتېدلو او د ملي بودیجې په پياوړي کولو کي خورا ارزښت لري. د معلوماتو له مخي د ټاپي ستري پروژې له بشپړېدو سره به ډېر عواید راځي او د دې ترڅنګ به په زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره سي.
څومره، چي زموږ ملي عواید زیاتېږي، موږ ځان بسیایني ته نيږدې کېږو، د پردیو له مرستو مو لاس نور هم را لنډېږي، ملي بودیجه مو په خپلو ملي عوایدو غني کېږي، ځوانانو ته د کار زمینه برابرېږي، بیا رغونه پراخېږي او د یوه با ثباته او د اقتصاد له پلوه پر پښو ولاړ افغانستان پر لوري ګامونه اخلو.
درنښت
اداره
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.
