د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي تړونونو ارزښت
دا چي له یوې خوا د افغانستان شتمني کنګل سوې ده، چي دې چاري پر اقتصادي ماحول یو ډول سیوری غوړولی او ډېری پانګوال او سوداګرد تر منفي تبلیغاتو لاندي راغلي او د دوښمن مکرونو په بله اړولی دي. بل خوا یو شمېر هیوادونه، چي د پردیو تر سیوري لاندي دي له افغانستان سره د دوه اړخیزه اړیکو په ساتلو کي بې زړه ښکاري؛ خو که خبره د امنیت سي، د افغانستان امنیت د سیمي د هیوادونو په کچه بې ساری دئ، پانګوالو او سوداګرو ته چمتو سوي اسانتیاوي او تخفیفونه په ګاونډیو هیوادونو کي بېلګه نه لري او اسلامي امارت هرراز همکارۍ ته هم چمتو دئ.
له بل پلوه ځیني ګاونډي هیوادونه سته، چي د اسلامي امارت په راتګ سره له دې هیواد سره د ښو اړیکو پاللو ترڅنګ په اقتصادي ډګر کي تر ډېرو مخکښ دي او د ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړي کولو له پاره د روابطو ټول خنډونه له منځه وړي؛ لکه د وروڼو هیوادونو په څېر سره پالي. دغه ګاونډی هیواد ازبکستان دئ او له دغه نظام سره ئې تربل هر چا ښې اړیکي ساتلي، د افغانستان ټینګ امنیتي وضعیت ته په کتو ئې ګڼو سوداګرو په دې هیواد کي پانګوني ته زړه ښه کړی او د ازبکستان حکومت له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي او د راتلونکو فرصتونو لپاره دواړه هیوادونه نور هم د پرمختګ په حال کي دي.
ګاونډي هیواد ازبکستان د لومړي وزیر ښاغلي عبدالله اریپوف په لومړي ځل راتګ سره د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د (2.5) میلیارډه ډالرو په ارزښت د پانګوني په برخو کي تړونونه لاسلیک کړي، چي دغو تړونونو افغانستان ته د ازبکستان د لومړي وزیر په راتګ سره لا ډېر ارزښت پیدا کړ او د جانبینو پر دوستانه اړیکو ئې مستقیم اغېز وکړ.
دا چي اسلامي امارت غواړي هیواد ته بهرنۍ پانګونه راجلب کړي؛ نو ئې په (35) بېلابېلو برخو (د کرني، انرژۍ، زېربناوو او تولید په ګډون په یو لړ سیکټورونو) کي دغه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او د اقتصادي ثبات د پایښت له پاره په نورو سترو کارونو هم کار کوي. په دغو تړونونو کي د (1.4) میلیارډه ډالرو په ارزښت (12) تړونونه د پانګوني او د (1.1) میلیارډ ډالرو په ارزښت (23) تړنونه د سوداګرۍ په برخه کي دي. د دواړو هیوادونو له لوري د سوداګریزو معلوماتو له خپرولو څخه ښکاري، چي سږکال د دواړو لوریو ترمنځ اقتصادي فرصتونه (یو) میلیارډ ډالرو ته لوړ سوي او په راتلونکي کي به تر (3) میلیارډو پوري لوړ سي.
د اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزي اړیکي ورځ تربلي په ښه کېدو دي او په سیمه ییزه کچه دغه تړونونه افغانستان د نړۍ د بازارونو، پراخي سوداګرۍ او راکړي ورکړي په قطار کي شاملوي.د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري د (2024ز) په لومړیو شپږو میاشتو کي (461.4) میلیون ډالرو ته رسېدلې ده، چي د (2023ز) د همدې مودې په پرتله (24.5٪) زیاتوالی څرګندوي. افغانستان ته د ازبکستان صادرات، چي د اړتیا وړ توکي؛ لکه: خوراکي توکي او انرژي په کښي شامل دي، په پرله پسې ډول مخ پر زیاتېدو دي. ازبکستان په افغانستان کي د (75) کېلومیټرو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ د بیارغوني په ګډون په څو مهمو زېربنایي پروژو کي هم برخه اخیستې ده، چي موخه ئې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د سوداګرۍ اسانه کول دي.
بالاخره؛ د ازبکستان د لومړي وزیر په راتګ سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغو سترو تړونونو لاسلیکول په اقتصادي ډګر کي د افغانستان له پاره یو ښه زېری دئ، د پانګوالو د هڅوني له پاره ښه بهانه ده او د سیمي د هیوادونو له پاره هم ښه فرصت دئ، چي افغانستان ته په اقتصادي او سوداګریز ډګر کي لاس ورکړي، خپل پانګوال وهڅوي، بین الحکومتي اړیکي ټینګي کړي او د سیمي او اسیایي هیوادونو د پرمختګ له پاره یو نوی میکانیزم جوړ کړي. په افغانستان کي د امنیت له ټینګښت سره هرراز فرصتونه برابر دي او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له پاره ښه زمینه برابره سوې ده.
درنښت
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.
