د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ نهمه ناسته وسوه

syllab_admin
Tue, Mar 03 2026 2:04 PM
..........

د کب ۱۲مه۱۴۰۴ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان والي او پراختیا په موخه د همغږۍ نهمه ناسته وسوه.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین له مسئولینو څخه وغوښتل، چي د تل په څېر خپلو مسئولیتونو او صلاحیتونو ته پوره پاملرنه وکړي او مراجعینو ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو ښه زمینه برابره او په پوره ایماندارۍ سره خپلي دندي ترسره کړي.
ورپسې د همغږۍ د اتمي ناستي پر مهال ټاکل سویو کمېټو ته د سپارل سویو مسئولیتونو د اجراآتو راپورونه واورېدل سول. د عوایدو او ګمرکونو د ساتني قطعې د ولایتي قومندانیو له پاره د ودانیو او ټاورونو جوړولو، د شریعت مطابق د  معینیت د کارکوونکو د صورت او سیرت برابرولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او لازمي پرېکړي وسوې. 
د یادولو ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ ناستي هره میاشت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو د پراخېدو او د موجوده ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS