د مالیې وزارت کارکوونکو ته د اوبو او انرژۍ د سپما په تړاو سیمینار وړاندي سو

syllab_admin
Wed, Feb 04 2026 4:09 PM
...........

د سلواغې۱۵مه۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت کارکوونکو ته د اوبو او انرژۍ وزارت د استازو له لوري په امارتي ادارو او کورونو کي د اوبو او برېښنا د بې ځایه لګښت د مخنیوي او مناسبي ګټي اخیستني په موخه سیمینار وړاندي سو.
په دې سیمینار کي د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د وزارت امام او مبلغ مولوي وصیف احمد احمدي، د اوبو او انرژۍ وزارت استازي انجنیر اسماءالله مجیدي او ورسره همکارانو او د مالیې وزارت ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
مولوي وصیف احمد احمدي د پروګرام د پیل په وینا کي د شریعت له نظره په امارتي ادارو او کورونو کي د اوبو او انرژۍ د بې ځایه لګښت د مخنیوي او هیواد ته په دې برخه کي د ګټي رسولو په تړاو خبري وکړې. نوموړي، په کارکوونکو ټینګار وکړ، چي په خپلو دفترونو کي د اوبو او برېښنا د بې ځایه لګښت مخه ونیسي او په سپمېدو سره ئې په راتلونکي کي د پردیو له تکیې ځان خلاص کړي.
ورپسې د اوبو او انرژۍ وزارت د استازو له لوري په دې تړاو پریزینټېشن وړاندي سو او د اوبو او انرژۍ د بې ځایه لګښت په مخنیوي او سپما اوږدې خبري وسوې.
په پای کي د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک سول. 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS