افغان- ازبک سوداګریزي او اقتصادي اړیکي

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ډله کي ازبکستان په اقتصادي ډګر کي له دې هیواد سره د اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو او همکاریو په برخه کي یو ښه ملګری پاته سوی، چي په ځانګړې توګه د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو سره د اقتصادي فرصتونو او پانګوني په لټه کي دئ. اسلامي نظام هم په بلمقابل عمل کي دغه هیواد ته د غوره همکارۍ، پروژو د امنیت ساتني، اقتصادي غښتلتیا او ښه ګاونډيتوب ټټر وهلی او له دوی څخه ئې په کراتو غوښتي، چي راسي او په افغانستان کي پراخه پانګونه وکړي؛ ځکه په افغانستان کي اوس د پانګوني پراخ فرصتونه شتون لري او په ټول هیواد کي امنیت ټینګ دئ.
ازبکستان له لومړنیو ګاونډیو هیوادونو څخه وو، چي د نوي نظام په راتګ سره ئې خپلي اقتصادي او سیاسي اړیکي بيرته ژر ورغولې او تر اوسه پوري د اړیکو په پراخولو کي مخکښ پاته سوی. ازبکستان او قطر د افغانستان ټرانس - افغان رېل پټلۍ د جوړولو د پروژې پر سر لا پخوا ناستي کړي او په دغه برخه کي هم پانګوني ته لېوالتیا لري. دا پروژه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په مشرۍ د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په مشرۍ له پلاوي سره په کتنه کي څېړل سوې ده.
پر دې سربېره دواړو خواوو د لیدلو په مهال د سوداګرۍ او اقتصاد، پانګوني، ټرانسپورټ او مواصلاتو په برخو کي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا هم لیده کاته کړي دي. د اورګاډي پټلۍ جوړولو دا پروژه، چي په سوداګریز لحاظ مرکزي اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي، له مخي ئې دواړو هیوادونو د ګډي پانګوني د پروژو د ترغیب او ژر تر ژره د دوی د مالي ملاتړ له پاره د اغېزمن میکانیزم د جوړېدو د ارزښت ټکي په نښه کوي.
د ازبکستان، افغانستان او پاکستان چارواکو هم د (
۲۰۲۱ ز) کال په فیبرورۍ کي د ترمز ــ مزار شریف ـــــ کابل - پېښور رېل پټلۍ د جوړولو له پاره د سړک نقشه لاسلیک کړه، چي د محاسبې په اساس د پنځه میلیارډه امریکايي ډالرو په لومړني لګښت سره نوی ټرانسپورټي دهلېز، چي تر (۲۰) میلیون ټنو پوري د محمولو د ټرانزیټ ظرفیت لري باید اروپا، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان او بیا همداسي د سویل ختیځي اسیا هیوادونه سره و نښلوي.
په دې وروستیو کي د ازبکستان او افغانستان ګمرکي مسئولینو هم په ګمرکونو کي د اسانتیاوو رامنځته کولو او ګمرکي معلوماتو د شریکولو په تړاو پرلپسې ناستي کړي. همداراز تر ټولو نږدې لیدنه د ازبکستاني پانګوالو ده، چي د مالیې له وزیر سره ئې د هغه په کاري دفتر کي درلوده او دوی په افغانستان کي د  کانونو، صنعت، برېښنا او د سیسټمونو د عصري کولو په برخو کي د پانګوني لېوالتیا ښودلې او د پانګوني له پاره ئې د اړینو همکاریو غوښتنه هم وکړه. په دغه لیدنه کي د مالیې وزیر له دوی سره ژمنه وکړه؛ چي له ټولو اوصولي او قانوني همکاریو به ګټه اخلي او اړیني اسانتیاوي به ورته برابروي.
همدارنګه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د روابطو په لوړولو سره سوداګرو ته هم اسانتیاوي رامنځته سوي او سوداګریزي اړیکي لا نوري هم پراخي سوي دي، چي بېلګه ئې په مرکزي اسیا کي د افغانستان د محصولاتو له پاره د بازار موندنه، د مالیاتي او ګمرکي تعرفې نرخ او د سیمي له رېل کرښو سره د افغانستان د رېل کرښي وصلېدل دي. د افغانستان اسلامي امارت د سیمي او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هیوادونو سره د پراخو اړیکو د پاللو له پاره ټولیز میکانیزم لري او له ټولو سره د اقتصادي او سیاسي پلان له مخي خپلي اړیکي پیاوړي او تل پاتي غواړي، چي په دې برخه کي د مالیې وزارت او ازبکستان د مالیې وزارت د مسئولینو لیدني ګټوري تمامي سوي او د سوداګرۍ اسانتیا او پراختیا ته ښه زمینه برابره سوې ده.

در نښت

اداره