ګمرکونه د افغانستان ستره عایداتي سرچینه

ګمرکونه، چي اوس مهال د افغانستان ستره عایداتي سرچینه بلل کېږي او له (۵۰) سلني څخه زیاته ملي بودیجه له همدې سرچینې څخه تمویلېږي، د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمېدو سره په دې برخه کي پراخ اصلاحات راغلي دي.
په تېره اداره کي، چي ګمرکونه د فساد اصلي ځاله بلل کېده او د بیت المال میلیارډونه افغانۍ شخصي جیبونو ته تللې، د افغانستان اسلامي امارت له حاکمېدو سره په ګمرکونو کي پر هغو عواملو جدي کار وسو، چي فساد ته ئې زمینه برابروله. الحمد الله اوس د فساد ټول عوامل له منځه تللي او په ګمرکونو کي فساد صفر سوی دئ.
د تعرفې او بیي ایښودني کوډونو د تطبیق او اصلاح له پاره تخنیکي کمېټه جوړه سوې، چي دا کمېټه په منظم ډول خپلي ناستي تر سره کوي، چي په (
۱۴۰۲) مالي کال کي ئې په (۲۳) فصلونو کي د (۱۰۵۳) تعرفوي کوډونو ارزونه کړې، چي په دې کښي (۸۶۳) ټي سي ایس کوډونه ناسم ثبت سوي ول، اصلاح سول. همدا رنګه د بیي ایښودني په سیسټم کي په زرګونو ناسم کوډونه له منځه وړل سوي او شته اصولو ته په کتو سره نوي کوډونه جوړ سوي.
هغه کارکوونکي، چي په فساد کي ښکېل ول، له دندو لیري سوي او پر ځای ئې صادق او ایمانداره کسان ګومارل سوي دي.
د ګمرکونو د چارو د ارزوني او په ټولو ګمرکونو کي د یو شان اجراآتو له پاره، د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ په کچه پلاوی اړتیا ته په کتو سره سفرونه کوي، چي یوازي پروسږ کال ټولو ګمرکونو ته شاوخوا (
۹۰) سفرونه ترسره سوي. په ګمرکونو کي کاري وخت زیات سوی او له ځنډ پرته ټول سوداګریز توکي په چټکتیا سره طی مراحل کېږي.
هره میاشت د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کېږي؛ څو شته ستونزي معلومي او د حل لپاره ئې پر خپل وخت اجراآت وسي.
اوسمهال د هیواد په ټولو لویو لارو کي د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ټیمونه فعال دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي قاچاقي او ممنوعه توکي په ځانګړي ډول هغه توکي، چي زموږ د کورني صنعت د کمزورۍ لامل کېږي، وارد یا صادر کړي.
 د سوداګرو د اسانتیا له پاره په ګمرکونو کي زیاتي پراختیایي پروژې پلي سوي او یا هم د پلي کېدو په حال کي دي، چي په دې پروژو کي میدانونه، هنګرونه، استنادي دېوالونه، اداري ودانۍ، اړین ګمرکي تجهیزات او داسي نور شامل دي.
د یادو ټولو اصلاحاتو او اسانتیاوو په پایله کي ورځ په ورځ د ګمرکونو چاري ښې کېږي، چي د ګمرکونو لوی ریاست د وروستۍ تخنیکي ارزوني له مخي د عوایدو د راټولېدو، د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت، د سوداګریزو محمولو د شمېر، ثبت سوي وزن او داسي نورو شاخصونو کي د (
۱۴۰۳) مالي کال په لومړۍ ربعه کي د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله د ګمرکونو په چارو کي (۲۳،۳) سلنه پرمختګ رامنځته سوی او چاري ئې اغېزمني سوي دي.

درنښت

اداره