د هیواد اوو ګمرکونو ته د څه باندي دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اور وژني وسایط وپېرل سول

syllab_admin
Thu, Jan 01 2026 12:36 PM
..........

د مرغومي ۱۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کي د اور لګېدني د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه د څه باندي (۲) میلیونه او (۳۶) زره امریکایي ډالرو په ارزښت (۸) عرادې د اور وژني وسایط وپېرل.
د اور وژني دغه وسایط په تېر (۲۰۲۵)ز کال کي تولید سوي دي او هره عراده د (۱۰) زره لېټره اوبو ځایولو ظرفیت لري.
دغه پېرل سوي وسایط به د (حیرتان، آقینې، ننګرهار، هرات، فراه، نیمروز او کندهار) په ګمرکونو کي په کار واچول سي. دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان هیواد ترمنځ د( (G2Gیا دولت په دولت په ډول قرارداد سوې وه او لګښت ئې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل سوی دئ.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت ژمن دئ، چي د هیواد ګمرکونه په پرمختللو او عصري تجهیزاتو سمبال کړي؛ څو په هیواد کي د سوداګرۍ لا ودي او د سوداګریزو توکو بشپړ خونديتوب ته ښه زمینه برابره سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS