د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۰) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده!
د لېندۍ ۵مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کارۍ، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت پر غاړه لري او ترلاسه سويو شکایتونو ته له ځنډه پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۴) کال لړم (عقرب) میاشتي له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري په ټوله کي (۱۰) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي.
له دې جملې (۲) شکایتونه د وټس اپ له لاري، (۶) شکایتونه په حضوري بڼه او (۲) شکایتونه د ټلیفون له لاري له دې آمریت سره شریک سوي دي، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول، چي د دغه آمریت له لوري پر وخت رسېدنه ور ته سوې ده.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي، چي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظرونه د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک: Officialcomplaints@mof.gov.af
