له پاکستان څخه د را واردېدونکو درملو د محصول په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا!

syllab_admin
Sat, Nov 15 2025 9:55 AM
............

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ء اقتصادي معاونیت د هدایت پر بنسټ؛ د مالیې وزارت له (۱۴۴۷/۵/۲۱) نېټې څخه تر راتلونکو درېیو میاشتو پوري له پاکستان څخه را واردېدونکي درمل محصولوي او تر یادو ترېیو میاشتو وروسته را راورېدونکي درمل نه محصولوي.
په دې توګه له پاکستان هیواد څخه د درملو ټولو را واردوونکو سوداګرو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چي تر راتلونکو درېیو میاشتو پوري خپلي اړوندي سوداګریزي معاملې تصفیه کړي او په جدي ډول له بدیلو لارو څخه کار واخلي.
د افغانستان اسلامي امارت دغه پرېکړه هیواد ته د ټیټ کیفیت درملو له را واردولو څخه د مخنیوي په موخه کړې ده او سوداګر باید د بدیلو لارو او د لوړ کیفیت درملو پر را واردولو تمرکز وکړي.
د یادولو وړ ده، چي مالیې وزارت د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له پاره د پام وړ اسانتیاوي برابري کړي دي او له بدیلو لارو څخه د لوړ کیفیت درملو د را واردولو په برخه کي به هم لا زیاتي اسانتیاوي برابري کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS