د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

syllab_admin
Tue, Nov 11 2025 3:07 PM
............

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،  ننګرهار، بلخ، هرات او کندوز د مستوفيانو په ګډون د مرکزي او ولایتي ادارو سره د همږغۍ د زیاتوالي په موخه ناسته وسوه.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین پر امانتدارۍ د ټینګار ترڅنګ د ولایتي او مرکزي ادارو سره د همږغۍ او د پیاوړي اقتصاد پر ارزښت خبري وکړې. 
نوموړي زیاته کړه، هر نظام د بقا له پاره پیاوړي اقتصاد ته اړتیا لري موږ او تاسي به هڅه کوو، چي شته ستونزي پر وخت حل کړو، عوایدي فرصتونه وپېژنو او ملي بودیجه له داخلي عوایدو څخه په ښه توګه ترلاسه کړو؛ تر څو ولس ته غوره خدمات پر وخت وړاندي کړو. 
د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر هم د مستوفیتونو او ولایتي ادارو تر منځ  همږغي مهمه او ضروري وګڼله وې ویل، چي د ادارو تر منځ همږغي د پرمختګ او اداري هدفونو ترلاسه کولو له پاره خورا اړینه ده.
په دې ناسته کي د پنځو لومړۍ درجه مستوفیتونو مقایسوي راپور له وړاندي کېدو سربېره، د عوایدو د زیاتوالي، د نويو عوایدي فرصتونو، د مستوفیتونو د چارو پر وړاندي خنډونو او پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وسو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS