د هیواد له لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو سره انلاین ناسته وسوه!

syllab_admin
Sun, Nov 09 2025 3:26 PM
...........

د لړم ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو چارو د مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د یو شمېر رئیسانو په ګډون د هیواد د لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو له مسؤلینو سره پر لیکه(انلاین) بڼه ناسته وسوه.
په پیل کي د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا ریاست، د مستوفیتونو د بررسۍ له لوري د ترلاسه سویو عوایدو تحلیلي راپور وړاندي کړ، چي  له مخي ئې د یادو مستوفیتونو د بررسۍ آمریتونه او عمومي مدیریتونه د عوایدي هدف په ترلاسه کولو کي بریالي ښودل سوي ول.
په دې ناسته کي همداراز، د مرکز او ولایتونو په کچه د بررسۍ د اجراآتو د همږغۍ او یوشان کولو په موخه د بررسۍ پروسې د تشرېح سربېره پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث وسو او د یادومستوفیتونو د اړوندو برخو مسئولینو پوښتني، ستونزي او غوښتني واورېدل سوې، چي د مسئولینو له لوري ئې پوښتنو ته ځوابونه، ستونزو او غوښتنو ته د رسېدو ډاډ ورکول سو. 
د یادولو ده، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري ورته ناستي د مستوفیتونو د بېلابېلو برخو د غښتلتیا او پراختیا په موخه ترسره کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS