د تدارکاتو ریاست د مسئولینو له پاره د "بیعي په تړاو عمومي معلومات" تر سرلیک لاندي یو ورځنی سیمینار ترسره سو!

syllab_admin
Thu, Nov 06 2025 2:05 PM
.........

د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د تدارکاتو ریاست مسئولینو له پاره د "بیعي په تړاو عمومي معلومات" تر سرلیک لاندي یو ورځنی سیمینار جوړ کړ.
په دې غونډه کي، چي د دې وزارت خیبرهال د کنفرانسونو په تالار کي جوړه سوې وه، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د حقوقي بورډ رئیس شیخ الحدیث محمد نعیم جمیل، د دعوت او ارشاد ریاست امام او مدرس شیخ الحدیث محمد مبین امیني، د دعوت او ارشاد ریاست امام او مدرس مولوي حیات الله ابو احمد او د تدارکاتو ریاست یو شمیر مسئولینو ګډون کړی وو.
شیخ الحدیث محمد مبین امیني وویل، چي د نن ورځي سیمینار د مالیې وزارت په ګډون په هر وزارت کي د شپږ کسیزي کمېټې له پرېکړي سره سم ترسره کېږي؛ ترڅو هغه فرمانونه پلي کړي چي د امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) لخوا په رسمي جریده کي صادر سوي ول او ماده په ماده پرې بحث او خبري سوي وې. د دې کمېټې یوه پرېکړه د دې سیمینار په لاره اچول وو؛ ترڅو د تدارکاتو ریاست مسئولینو له پاره د بیعي یا پېر او پلور په اړه معلومات شریک سي. دا سیمینار به له تاسو سره د بیت المال په ساتنه، په لګښت او راپور ورکولو کي روڼتیا، د بیت المال د ضایع کېدو مخنیوي، د اړمنو خلکو پاملرنه او د عامه ګټو له پاره د خورا مهمو شرعي موضوعاتو زده کولو او پلي کولو کي مرسته وکړي.
مولوي حیات الله ابو احمد، د بیعي په اړه معلومات ورکړل او زیاته ئې کړه، چي بیع د خلکو ترمنځ یو له مهمو اقتصادي قراردادونو څخه ده او په ټولنیزو اړیکو کي مهم رول لري. د اقتصادي اړتیاوو پوره کول، حلال تجارت، ټولنیز عدالت، د نورو حقونو ته درناوی او د همکارۍ او تعاون په روحیه اغېز د بیعي مهم اړخونه دي او دا مسئله باید د نورو فعالیتونو په څېر د اسلامي مقرراتو په چوکاټ کي اوسي؛ ترڅو د خلکو په انفرادي او ټولنیز حالت ښه کولو کي مرسته وکړي.
مولوي سیف الخالد، د خپلي وینا په ترڅ کي وویل، چي د تدارکاتو ریاست یو له هغو مهمو څانګو څخه دئ، چي د نن ورځي سیمینار (بیعي) موضوع سره ئې سر او کار دئ. (بیع) باید د اسلامي اصولو په اساس ترسره سي. کارکوونکي باید د دې شرعي اصولو او احکامو څخه خبر وي؛ ترڅو حلالي معاملې ترسره کړي او د سود مخه ونیسي. د بیعي د احکامو او اصولو پوهه د تدارکاتو کارکوونکو له پاره، نه یوازي له شریعي  اړخه بلکي له مسلکي او ټولنیز نظره هم اړینه ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS