مالیې وزارت د ملي بودیجې د پلان جوړوني د نوي سیسټم ازمایښتي پړاو پیل کړ!

syllab_admin
Tue, Oct 28 2025 10:11 AM
...........

د تلي ۲۹مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت ملي بودیجې لوی ریاست، د خزاینو لوی ریاست د سیسټمونو له ریاست سره په همکارۍ، د ملي بودیجې پلان جوړوني یوه نوي سیسټم رامنځته کولو په موخه ګام پورته کړی، چي دا چاره د ملي بودیجې د چمتو کولو او پلانولو په پروسه کي د عصري کولو، ډیجیټل کولو او روڼتیا زیاتولو له پاره یوه هڅه ده. 
په لومړيو پړاوونو کي د ملي بودیجې د پلان او ریفورم ریاست، د بودیجې له متخصصینو سره په ګډه، د نوي سیسټم اړتیاوي او ځانګړتیاوي په ګوته او د دې ریاست د ډېټابیس او راپور ورکولو آمریت تخنیکي ټیم د سیسټمونو ریاست تخنیکي ټیم ته ئې د مخکني بودیجوي پلان جوړوني سیسټم روزنه او توضیحي پروګرامونه چمتو کړل؛ ترڅو هغوی له ټولو کاري جزیاتو او شته ستونزو سره بلد سي. 
د نوي سیسټم عملی آزمایښتی پړاو د (۱۴۰۴) کال د تلي په (۲۷) پیل او د دواړو ریاستونو تخنیکی ټیمونه به د دې سیسټم تخنیکي کړني، د ګټي اخیستو اسانتیاوي، په معلوماتو کي کره والی او د راپور اخیستو د وړتیا له پلوه و اروي. 
دا سیسټم د بودیجوي واحدونو له پاره پرمختللي ځانګړتیاوې وړاندي کوي؛ ترڅو دوی وکړی سي، چي خپل مالي پلانونه په بریښنایي ډول چمتو او د ملي بودیجې لوی ریاست ته ئې واستوي. دا سیسټم د بودیجوي واحدونو، د بودیجې لوی ریاست او د خزاینو لوی ریاست ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پروسه هم اسانه او چټکه کوي.
د دې پروژې اصلي موخه د شفافیت زیاتول، د بروکراسۍ کمول او د مالي سرچینو په مدیریت کي د حساب ورکولو پیاوړتیا ده. نوی سیسټم له نړیوالو معیارونو سره سم مطابق دئ او په تدریجي ډول به د هیواد په ټولو بودیجوي واحدونو کي پلی سي. دا اقدام د هیواد د مالي او بودیجوي اصلاحاتو په لور یو مهم ګام او د بودیجې په جوړولو کي د شفافیت او موثریت له پاره د مالیې وزارت ژمنتیا څرګندوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS