د کورنۍ پلټني لوی ریاست د څه کم دوه سوه ادارو پلټنه ترسره کړې ده!

syllab_admin
Mon, Oct 20 2025 2:17 PM
...........

د تلي ۲۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست، چي د ټاکل سویو اصولو له مخي، د دې وزارت د مالي، حسابي او اداري واحدونو د هرراز فعالیتونو د پلټني مسئولیت په غاړه لري، د (۱۴۴۶هـ.ق) کال په ترڅ کي ئې له منظور سوي پلان سره سم د ګمرکونو، مستوفیتونو، مرکزي ریاستونو، واحدونو، مالیاتي حوزو، معلوماتي سیسټمونو، کنټرول مدیریتونو، امارتي املاکو او پراختیايي پروژو په ګډون په ټولیز ډول د (۱۸۵) واحدونو پلټنه کړې ده. 
سربېره پر دې د کورنۍ پلټني لوی ریاست، غیر پلاني یعني ځانګړي موضوعات او د مراجعینو شکایتونو له ډلي (۵۱) ځانګړو موضوعاتو او د مراجعینو شکایتونو ته رسېدنه کړې ده. 
یاد ریاست د  بودیجوي واحدونو د کورنیو پلټونکو د مسلکي ظرفیت لوړوني او اداري پیاوړتیا په موخه د (۱۴۴۶هـ.ق) کال په اوږدو کي د (۲۴) وزارتونو او خپلواکو ادارو کورنيو پلټونکو ته، چي شمېر ئې لسګونه تنه کېږي د پلټني په برخه کي بېلابېل تخصصي روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي دي، چي د دوی په مسلکي روزنه او پیاوړتیا کي ئې رغنده رول لوبولی دئ.
د یادوني ده، چي د مراجعینو شکایتونو او عریضو ته د ښې رسېدني په موخه، د کورنۍ پلټني په لوی ریاست کي د "تجدید نظر" تر عنوان لاندي یوه کمېټه هم رامنځته سوې ده، چي یاده کمېټه د مراجعینو هغو شکایتونو او عرایضو ته رسېدنه کوي، چي د پلټني د پایلو د نه قناعت له امله ئې د کورنۍ پلټني لوی ریاست ته سپارلي وي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS