په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Tue, Oct 07 2025 12:51 PM
............

د تلي ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۲۲۷۶۶) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۱۰۳) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۱۲۳۶۹) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۱۳۸) کیلو ګرامه نوې البسه، (۶۸۰) کیلو ګرامه پنیر، (۱۵۰) کیلو ګرامه د وچي مېوې د بسته بندۍ پلاسټیک، (۴۴۱) کیلو ګرامه هګۍ، (۸۴۰) کیلو ګرامه تینر، (۱۳۲) کیلو ګرامه رُب، (۱۰۰) کیلو ګرامه د چلم مېوه، (۵۸۵) کیلو ګرامه تمباکو، (۱۵۰) کیلو ګرامه د کبانو غوښه، (۶۳) کیلو ګرامه ملایي او (۶۶۶) کیلو ګرامه خالي کاغذي قوطۍ شاملي دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS