د کیفیت کنټرول مسلکي کولو روزنیز پروګرام فارغانو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې!

syllab_admin
Tue, Sep 16 2025 10:00 AM
.............

د وږي۲۴مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بندرونو د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو ته، چي د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له پروګرام څخه فارغ سوي ول د یو لړ مراسمو په ترڅ کي تصدیق پاڼي ووېشلې.
په دې مراسمو کي د کیفیت کنټرول رئیس قاري محمد ابراهیم خلیل، د روزني او ظرفیت لوړولو آمر مفتي عبدالوهاب عابد او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د روزني او ظرفیت لوړولو آمر وویل، چي له ښوونکو څخه د دوی د صادقانه تدریس او د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ له ریاست څخه د اسانتیاوو د برابرولو له کبله مننه کوو او ګډونوالو ته ئې وویل، چي تاسو په ولایتونو کي د مالیې وزارت استازي یاست. هڅه وکړئ هغه پوهه او مهارتونه چي تاسو ترلاسه کړي خلکو ته د غوره خدماتو په وړاندي کولو او د بې کیفیته توکو په مخینوي کي وکاروئ.
د کیفیت کنټرول رئیس وویل، چي تاسو د اسلامي امارت د استازو په توګه خپل مسئولیت په ښه توګه ترسره او د معتبرو معیارونو په کارولو سره د نقلیه وسایطو، چاپېریال او د خلکو د روغتیا له پاره د بدو پایلو مخنیوی وکړئ. دا نه یوازي د کیفیت کنټرول یو دقیق نظام رامنځته کوي؛ بلکي د مصرف کوونکو ملاتړ او د بیت المال ساتنه هم له ځان سره لري.
په پاي کي له روزنیز پروګرام څخه فارغ سویو کسانو ته تصدیق پاڼي ووېشل سوې او مراسم د خیر په دعا سره پای ورسېدل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS