د زېربناوو شریکولو تخنیکی بورډ ناسته وسوه!

org_admin
Thu, Aug 21 2025 11:06 AM
.............


د زمري۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنير سلطان محمد زبیر په مشرۍ او د ریاست الوزراء اداري معاونیت، سکټوري وزارتونو او اړوندو ادارو د استازو په ګډون، د زېربنا شریکولو ناسته د مالیې وزارت د کنفرانسونو په تالار خیبر هال کي وسوه.
په دې ناسته کي د زېربنایي پروژو د اغېزمن پلي کولو له پاره د همغږۍ میکانیزم، د (۱۴۰۳هـ.ل) کال لاسته راوړنو، د (۱۴۰۴هـ.ل) کال د پلانونو شریکولو بهیر، په ولایتي کچه د زېربنا شریکولو ته پراختیا ورکول او د هیواد په کچه د سته ننګونو په تړاو بحث او خبري وسوې.
د پالیسۍ معینیت د عامه پانګوني او زېربنا لوی رئیس صابر نثار وویل، چي په (۱۴۰۳) کال کي ئې له همکارو ادارو څخه (۷۴۳) زېر بنایي پروژې تر لاسه کړي دي، چي له هر اړخیز تحلیل وروسته، (۴۷۴) پروژې د شریکولو وړ او تثبیت سوي دي او په ټوله کي (۱۲۱) ستري ملي پروژې، چي سړکونه هم پکښې شامل دي، د هم مسیره پروژو په توګه پېژندل سوي او شریکي سوي دي.
د دې شریکولو له لاري، (۷۸۱) میلیون افغانۍ په ملي سرچینو کي سپما سوې ده. یادي پروژې په عمده توګه په ټول ګټو وزارت او کابل ښاروالۍ پوري اړه لري، چي د ډیزاین په پړاو کي د برېښنا، مخابراتو او اوبو رسولو شبکو سره شریکي سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS