د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د بلخ، آقینې او کندوز ولایت د !ګمرکونو بهرنی ټرانزیټ و ارزاوه!

org_admin
Mon, Aug 18 2025 3:06 PM
...........


د زمري ۲۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي بلخ، آقینې او د کندوز ولایت ګمرکونو ته په خپل رسمي سفر کي د یادو ګمرکونو د بهرني ټرانزیټ (T2) د روان تخنیکي بهیر لیدنه او ارزونه وکړه؛ ترڅو سته ستونزي معلومي او د حل له پاره ئې اقدام وسي.
یاد پلاوي د بهرني ټرانزیټ په برخه کي د مسئولو کارکوونکو ارزونه هم وکړه او دوی ته ئې په یاده برخه کي عملي او نظري روزنه ورکړه.
تللي پلاوي په ورځنيو چارو کي د بلخ، آقینې او کندوز ګمرکونو د مسئولینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل او خپلي سپارښتني ئې هم له دوی سره شریکي کړې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست له دې وړاندي هم بېلابېلو ګمرکونو ته د ګمرکي طی مراحلو د څارني او ارزوني په موخه تخنیکي پلاوي استولي دي، چي دا لړۍ به په راتلوونکي کي هم دوام ولري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS