د روان مالي کال د چنګاښ په میاشت کي د ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وسوه!

org_admin
Sat, Aug 16 2025 9:39 AM
...............


د زمري ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴هـ.ل) مالي کال د چنګاښ په میاشت کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وسوه.
په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس د قاچاقو د مخنیوي، پر خپل وخت سره د باقیاتو د تصفیې، د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته اړیني سپارښتني وکړې.
ورپسې د روان مالي کال د چنګاښ په میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سويو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندي سو. په یاده موده کي د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ګمرکونو کي د ترسره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول، چي له مخي ئې د پروسږ کال همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چاري (۲،۴) سلنه مثبتي وښودل سوې.
همدا رنګه د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول، چي د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل سو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS